میر رحمان رحماني د ولسي جرګې رییس وټاکل شو

د خپرېدو وخت

له شاوخوا یوې میاشت ناندریو وروسته نن د افغانستان د ولسي جرګې د ریاست د مشرۍ لپاره میر رحمان رحماني وټاکل شو.

نن په ولسي جرګه کې ۲۴۵ وکېلان حاضر و او ټولو د جرګې د مشرۍ لپاره دوه نوماندانو میر رحمان رحماني او خان محمد وردک لپاره رایه وکاروله.

د رای شمېرنې په پایله کې ښاغلی رحماني د ۱۳۶ رایو په ترلاسه کولو سره د راتلونکو پنځه کلونو لپاره د افغانستان د پارلمان د رییس څوکۍ خپل کړه.

د څوکۍ لپاره بل نوماند خان محمد وردک ۹۶ تایید رایې ترلاسه کړې.

د ټاکنو په نني بهیر کې ۱۱ باطلې او ۲ سپینې رایې وکارول شوې.

ښاغلی رحماني د ولسي جرګې د ۱۷ پړاو د جرګې مشرۍ لپاره لومړی ځل له کمال ناصر اصولي سره د ریاست په څوکۍ سیالي وکړه چې پایله یې ناندرییزه شوه.

وروسته له دې چې څو نوماندانو په درې ټاکنیزو پړاونو کې پنځوس جمعه یو رایه ترلاسه نه کړه، نن د ټولو پړاونو دوو مخکښو نوماندانو میر رحمان رحماني او خان محمد وردګ ترمنځ ټاکنې وشوې. په پخوانیو پړاونو کې ښاغلي رحماني ۱۲۳ او خان محمد وردګ ۱۰۵ رایې ګټلې وې.

رحماني څوک دی؟

میر رحمان رحماني په ۱۳۴۱ کې د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې زيږيدلی دی.

هغه په پوځې برخه کې زدکړې کړي دي.

ښاغلي رحماني د بګرام ولسوالۍ د خلکو د ټولنېزې شورا د مشر په توګه هم کار کړی او د افغانستان په پوځې برخه کې تر جنرالي رتبې رسېدلی دی.

ښاغلی رحماني د پروان ولایت د سوداګریو او صنایعو خونو مشري هم کړې ده.

نوموړی د افغانستان له مخکښو سوداګرو بلل کیږي او ډېره پانګه یې افغانستان کې له بهرنیو ځواکونو سره د سونتوکو د سوداګري له لارې پیدا کړې ده.

رحماني واده کړی. نوموړی د ولسي جرګې په تېره دوره کې هم د پروان د خلکو استازی و.