تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
'له افغانستان سره د نړیوالو مرستو کچه کافي نه ده'
د ماشومانو د خوندیتابه نړیوالې ټولنې (سېف ده چېلډرن) ویلي، له افغانستان سره مرستو کې په داسې وخت کې سخت کمی راغلی، چې د نویو شمېرو له مخې، د دغه هېواد نیمايي وګړي (تر ۱۸ میلیون ډېر خلک) بشري مرستو ته اړتیا لري، چې ۹٫۷ میلیونه یې ماشومان دي.
د دې ټولنې په وینا، په تېره نومبر میاشت کې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې لخوا د اعلان شویو مرستو کچه کافي نه وه، که څه هم په دغه هېواد کې د جګړې او د کورونا وبا له کبله بشري کړکېچ روان دی.
د دې ټولنې د افغانستان د څانګې مشر کریس نیاماندي ویلي، چې تېر کال د حکومت او وسله والو ډلو تر منځ جګړه کې دوو زرو ماشومانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د ملګرو ملتونو شمېرې ښيي، چې د ۲۰۱۷ کال پرتله د هغو وګړو شمېر شپږ برابره لوړ شوی، چې مرستو ته اړتیا لري.
د دې ټولنې مشر وايي: "میلیونونه افغانان هره ورځ له جګړې او بې وزلۍ کړېږي".
د ملګرو ملتونو د یوه رپوټ له مخې، د تېر کال له جنورۍ میاشتې تر سپتمبر افغانستان کې نژدې ۶۰۰۰ کسان وژل شوي او ټپیان شوي، چې دریمه برخه یې ماشومان دي.
"سېف ده چېلډرن" په خپل رپوټ کې ویلي، روانې جګړې ګڼو افغانانو ته فزیکي او رواني ستونزې پیدا کړې دي او هر کال سلګونه زره وګړي خپلو مېنو پرېښودو ته اړ کېږي.
د رپوټ په وینا، دا چې اوسمهال د ژمي او سړې هوا له کبله ښوونځي رخصت دي او د کورونا وبا له کبله تر مارچ پورې نه پرانیستل کېږي، کورونا وبا د بشري ناورین د سختېدو لامل ګرځي.
ښاغلی نیاماندي وايي، له افغانستان سره مرستې په داسې مهال کمې شوې، چې بشري اړتیاوې په لوړېدا دي "موږ اوس په داسې د نه منلو موقعیت کې یو، چې د خلکو د اړتیا وړ مرستې تر پخوا کمې دي".