تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
یو این ډي پي وايي، په افغانستان کې بې وزلي ۱۷ سلنه لوړه شوې
په افغانستان کی د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام اداره یا UNDP وايي، کورونا وبا د دې هېواد ټولنیز اقتصاد او وده د سیمې په کچه تر ټولو ډېره زیانمنه کړي ده. دې ادارې د سږ کال په خپل دریم راپور کې ویلي، د کورونا له خپریدو راهیسې په افغانستان کې بې وزلي ۱۷ سلنه لوړه شوې او په وینا یې دمګړی ۷۳ سلنه افغانان له سختو مالي ستونزو سره مخ دي. دې ادارې افغان حکومت ته سپارښته کړې چې له کورنا پخواني حالت ته د ګرځېدو لپاره سپما ډېره، په صادراتو او وارداتو ماليې لوړې او له فساد سره مبارزه یقیني کړي. خو ورته وخت کې بیا افغان کابینې په ټولو ښوونځیو کې د ټولو ټولګیو د حضوري لوست د پیلیدو پرېکړه کړې. نجما ځلا یی نور حال له راکوي.