د افغان سولې خبرې؛ د اجنډا پر یووالي خبرې روانې دي

د عکس سرچینه، AFP
د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د اړیکو یا تماس ډله نن په دوحه کې ناسته لري چې د اجنډا پر جوړولو تر بحث وروسته یوې سلا ته ورسېږي.
بل خوا یوې سرچینې بي بي سي ته تایید کړه چې لا هم له پاکستانه د طالب استازو ځینې غړي دوحې ته نه دي رسېدلي، خو په طالبانو کې یوې سرچینې بي بي سي ته وویل د استازو زیاته برخه یې دوحې ته رسېدلې او پاتې نور به هم تر دوو ورځو ورسېږي.
په دوحه کې د افغان دولت او طالبانو د اړیکو یا تماس ګډه ډله څلورمه ناسته کوي چې دغې ډلې تر اوسه وړاندیز شوې مسلې پر شپږو برخو وېشلې دي.
له دې وړاندې سرچینو ویلي وو چې د افغانانو ترمنځ د خپلمنځي خبرو لپاره د افغان دولت ۲۸ او د طالبانو بیا ۲۴ وړاندیزونه د اجنډا لپاره جوړ شوي دي.
افغان دولت او طالب استازي هیلمن دي چې له خپلو ناستو ښه پایله تر لاسه او د مذاکراتو پر اصلي اجنډا سره سلا او اصلي خبرو ته کېني.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې ناجیې انوري بي بي سي ته وویل، لا هم د اجنډا د جوړښت په اړه طالب استازو سره خبرې روانې دي.
په دوحه کې د دویم پړاو له پیل سره دواړو غاړو هوکړه کړی چې لومړی به د تماس ډلې په کچه خبرو کې د اصلي مذاکراتو پر اجنډا هوکړه کوي او دا کوچنۍ ناستې به دوام لري.
د بین الافغاني خبرو د دویم پړاو له پیل سره دا بهیر هغسې چې تمه کېده په چټکۍ سره مخته نه ځي.
ځینو سرچینو بي بي سي ته ویلي چې لا هم د طالبانو استازي په پاکستان کې دي او دوحې ته لا نه دي ستانه شوي، هغه څه چې طالبانو هم منلې او وايي تر راتلونکو دوو ورځو به یې غړي دوحې ته بېرته وګرځي.

د عکس سرچینه، AFP
په ورته وخت کې ځينې طالب استازي د سولې په خبرو کې د دمې یا درې اونیزې وقفې پر مهال پاکستان ته تللي وو.
بل لورته د افغان دولت د مذاکره کوونکي ټیم ځینې غړي لا قطر ته نه دي رسېدلي او ویل شوي چې سبا یا بله ورځ به دوی هغه هېواد ته سفر وکړي.
د افغان دولت مذاکراتي ډلې د اجنډا په سر کې اوربند او نظام ساتنه ځای لري، خو طالب لوري بیا د اسلامي نظام پر جوړېدو تاکید کوي.




















