خليلزاد: د سولې خبرو راتلونکي پړاو کې بايد ډېر پرمختګ وشي

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړی استازی زلمی خليلزاد د پاکستان پوځ له مشر جنرال قمر جاويد باجوه سره ترليدنې وروسته د سولې خبرو لپاره دوحې ته تللی دی.
ښاغلي خليلزاد پر خپلې ټوېټر پاڼې هيله څرګنده کړې چې ښکېلې غاړې بايد د افغان سولې خبرو راتلونکي پړاو کې د پام وړ پرمختګ وکړي او د ريښتيني سياسي جوړجاړي له مخې ژر تر ژره په تاوتريخوالي کې کموالی او اوربند رامنځ ته شي.
نوموړي زياته کړې چې په افغانستان کې روان "تاوتريخوالی او هدفي وژنې د منلو وړ نه دي". د ده په وينا هر هغه څوک چې "تاوتريخوالي ته لمن وهي د سولې پروسې او د هېواد راتلونکي ته زيان رسوي. دوی د افغانو اصلي اراده چې سوله غواړي نه ښکاره کوي".
دا په داسې حال کې ده چې زلمي خليلزاد د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاويد باجوه سره د سيمې او په ځانګړې توګه افغانستان کې د سولې او امنیت ټيګښت په اړه غږېدلی دي.
د جو بایډن ملي امنیت سلاکار دوحې هوکړې ته ژمنتیا څرګنده کړه
د امریکا نوي ټاکل شوي ولسمشر جوبايډن له خوا د دغه هېواد ملي امنیت شورا ته نومول شوی سلاکار جک سېلیوان د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه تاییدوي او وايي د امریکا او طالبانو ترمنځ اړیکي د همدې هوکړې له مخې ټینګ شوي دي.
ښاغلی سېلیوان له سي ان ان سره په مرکه کې ویلي، د دې هوکړې له مخې دواړه لوري باید خپلې ژمنې پر ځای کړي.
نوموړی زیاتوي طالبان باید تاو تریخوالی کم کړي او د افغان دولت له استازو سره د ښه نیت له مخې خبرې اترې وکړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
قطر ته د افغان سولې مرکچي پلاوي سفر ځنډېدلی
قطر ته د افغان سولې مرکچي پلاوي سفر چې ټاکل شوې وه نن تر سره شي ځنډېدلی دی. د افغان دولت د مرکچي پلاوي یوه غړي دوه ورځې مخکې بي بي سي ته ویلي وو، چې قطر ته یې سفر د دوشنبې په ورځ کېدونکی دی ، خو رپوټونه وايي پلاوی لاهم کابل کې دی.
د افغان دولت د مرکچي پلاوي یوې غړې فوزیې کوفي نن یوې غونډې ته وویل پلاوی به سبا یعنې د خبرو د دویم پړاو د پیل لپاره پر ټاکل شوې نیټه سفر وکړي.
د افغان دولت مرکچي پلاوي غړي وايي د کابل او دوحې ترمنځ هوايي واټن دومره ډېر نه دی، دوی تیار دي چې قطر ته له رسېدو سره سم له مقابل لوري سره خبرې پیل کړي. ظاهرا د دغه ځنډ لامل د سولې عالي شورا له خوا د خبرو لارښود نه وروستي کېدل دي.
فوزیه کوفي وايي دا وار خبرو کې به عمده بحثونه پیلیږي او اصلي بحث به د نظام پر بڼې او د وګړو پر اساسي حقونو وي. افغانستان هغه هېواد دی چې اوس یې هم وګړي له بشري پلوه په ښه حالت کې نه دي.
د سولې عالي شورا کمیټې یوې سرچینې بي بي سي ته وویل، ټاکل شوې د سولې عالي شورا کمیټه نن له مرکچي پلاوي سره وګوري او یو لارښود تر وروستی او پلاوي ته ېې وسپاري. د دغه لارښود جزییات لا هم روښانه نه دي.

د عکس سرچینه، EPA
په همدې حال کې د افغانستان ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني نن د دغې جرګې په غونډه کې وویل د افغان سولې لپاره ملي او نړیوالې اجماع ته اړتیا ده او د خبرو له دواړو خواوو یې د نرمښت غوښتنه وکړه.
هغه وویل "د مذاکرې پر ښکېلو خواوو غږ کوو چې په خبرو کې له ځانه نرمښت وښيي. ځکه نور د افغانستان خلک د جګړې له دوامه ستړي شوي او د نور خپلو دوستانو د له لاسه ورکولو توان نه لري".
رحماني وايي، "د دوامدارې سولې د ټینګېدو لپاره په کور دننه اجماع په ځانګړې توګه د سیاستوالو، د سیمې او نړۍ ښکېلو هېوادونو ترمنځ د نظر یووالی ته اړتیا ده. د ملي روغې جوړې عالي شورا باید د دغې اجماع رامنځ ته کولو لپاره ډېر کوښښ وکړي".
طالبان وايي د دوی مرکچي پلاوی وار له مخه په قطر کې دی او د خبرو لپاره چمتوالی لري.
د دواړو خواوو مرکچي پلاوي تر درې اونیو دمې او له خپلو مشرانو سره تر مشورو وروسته د خبرو مېز ته ورستنېږي. باور دادی چې دا ځل خبرې به جدي او د اجنډا سره مخ ته ځي.





















