د 'ازادو او عادلانه ټاکنو' اجرائیوي مشر یوسف رشید کابل کې ووژل شو

یوسف رشید

د عکس سرچینه، FIFA

د عکس تشریح، د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته وویل، "د یوسف رشید وژل په موږ پورې اړه نه لري، موږ غیرنظامي خلک مدني فعالان نه په نښه کوو، نو بناءً دا قتل په موږ پورې اړه نه لري".
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د افغانستان د ازادو او عادلانو ټاکنو بنسټ اجرائیوي مشر یوسف رشید د چارشنبې په ورځ (ډیسمبر ۲۳) د کابل اومې ناحیې اړوند په تڼي کوټ کې له کور دفتر ته د روانېدو پر مهال د وسلوالو برید کې تر ټپي کېدا وروسته مړ شوی دی.

په دې برید کې د یوسف رشید موټروان هم ټپي شوی و او له څو ګړیو وروسته هغه هم روغتون کې مړ شو.

د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز وايي ښاغلی رشید او چلوونکی یې برید کې تر ټپي کېدو وروسته روغتون ته لېږدول شوي ،خو ښاغلي رشید د سختو ټپونو له امله سا ورکړه.

د یوسف رشید د کورنۍ یوه غړي هم د بي بي سي خبریال ابراهیم ساپي سره مرکه کې د نوموړي وژل تایید کړل.

دا پېښه نن سهار د کابل اومې حوزې اړوند تڼي کوټ کې شوې ده.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته وویل، "د یوسف رشید وژل په موږ پورې اړه نه لري، موږ غیرنظامي خلک مدني فعالان نه په نښه کوو، نو بناءً دا قتل په موږ پورې اړه نه لري".

غبرګونونه:

د یوسف رشید وژلو ته په کور د ننه او بهر غبرګونونه او د خواشیني پیغامونه خپاره شوي دي.

ولسمشر محمد اشرف غني په یوه خبرپاڼه کې، د 'فیفا' د مشر محمد یوسف رشید وژل کېدل په سختو ټکو غندلي چې په وینا یې کلونه یې د ټاکنو رڼښت او بنسټیزولو کې تېر کړي دي.

ولسمشر د ښاغلي رشید د وژونکو د نیولو لپاره د جدي ګام اخیستو امر کړی دی.

ګاډی

د عکس سرچینه، Social Media

د عکس تشریح، هغه ګاډی چې د فیفا اجرائیوي مشر یوسف رشید پکې ووژل شو

محمد اشرف غني ویلي، د دا ډول ترهګریزو بریدونو ډېرېدل به "زموږ د پرمختګونو او لاسته راوړنو مخه ونه نیسي."

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش هم دا برید غندلی او د هغه وژنه یې د افغانستان لپاره یوه لویه ضایعه بللې ده.

په ورته وخت کې، د ملي پخلاینې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وايي، "افغانستان نن یو ژمن او ریښتینی بچی په یوه ناځوانمردانه وسله وال برید کې له لاسه ورکړ".

د ښاغلي عبدالله له ادرسه خپره شوې ویناپاڼه کې یوسف رشید د افغانستان د مدني ټولنو یو رسا غږ بلل شوی چې په وینا یې په "ولسوالکۍ او د ټاکنو په پروسه کې د نوموړي رول تاثیر لرونکی او نه هېرېدونکی دی".

د ملي مصالحې عالي شورا د یوسف رشید وژنه مدني ټولنو او ولسواکۍ ته لویه ضایعه ده.

د افغانستان د ولسي جرګې مشر میر رحمن رحماني هم د یوسف رشید وژل کېدو ته په اشاره له ولسمشر غني غوښتي چې د کابل د امنیتي چارواکو په اړه له سره بیا غور وکړي.

نوموړي ویلي: "په کابل ښار کې د نا امنیو وضعیت او هدفي وژنې ورځ تر بلې د ډېرېدو په حال کې دي، دغه ډول بریدونو خلکو رواني حالت هيلې او ارمانونه یې زیانمن کړي دي، د هغوی اندېښنې او وېره یې زیاته کړې ده، له ښاغلي ولسمشر نه غواړو چې د کابل د امنیتي مسئولینو په اړه له سره بیا کتنه وکړي، تجربه لرونکي او ژمن خلک په دندو وګماري".

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

په کابل کې د امریکا سفارت شاردزدافېر راس وېلسن هم پر ټوېټر لیکلي، چې یوسف رشید په افغانستان کې د دیموکراسۍ د استازولۍ لپاره یو مدافع، مخلص او ثابت سړی و. هغه څو کاله له ستړیا پرته د داسې ازادو او رڼو ټاکنو د ډاډمنېدو لپاره کار کړی و چې ټول افغانان ګډون پکې وکړي. د هغه وژنه د نوموړي کورنۍ، ملګرو او ولس ته یوه لویه ضایعه ده".

کابل کې د هالنډ سفارت د یوسف رشید وژل غندي او د نوموړي کورنۍ او فیفا سره خواشیني ښيي:

دا سفارت خپل ټوېټ کې لیکي: "د سوله ییز، ازاد او ډیموکراټ افغانستان لپاره د هغه [یوسف رشید] کار فوق العاده و."

دې سفارت ویلي افغانستان کې د مدني ټولنې پر غړو پر وروستیو بریدونو اندېښمنه ښيي.

د فیفا موخې

فیفا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، فیفا وايي، ډیموکراټیکې، ازادې او رڼې ټاکنې غواړي.

یوسف رشید د فیفا یا د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجرائیوي مشر و.

فیفا افغانستان کې ټاکنیزه خپلواکه اداره ده چې پر ۲۰۰۴ کال د مدني ټولنو ځینې بنسټونو جوړه کړې او له افغان حکومت سره رسمي ده.

د فیفا د موخو له مخې، دا اداره هڅه کوي چې ټاکنو کې د رایې ورکولو په شرایطو برابر افغانان د ټاکنو بهیر کې ښکېل او یو ډول چانس ولري.

فیفا وايي، له دې یې موخه دا ده چې افغان ټاکنې ډیموکراټیکې، ازادې او رڼې وي.

د دې بنسټ وېبپاڼه کې راغلي، فیفا یو ملي، خپلواک او بې پرې بنسټ دی او هڅه کوي چې افغانستان کې ټول ډیموکراټیک او ملي بهیرونه د شبکه سازۍ، د وګړو کارند ګډون او ښې حکومتولۍ له لارې رڼه تر سره شي.

کابل کې وروستي بریدونه

د کابل احمدشاه بابا مېنه کې د پولیسو موټر چې نن چاودنه پسې شوې ده.

د عکس سرچینه، Social media

د عکس تشریح، د کابل احمدشاه بابا مېنه کې د پولیسو موټر چې نن چاودنه پسې شوې ده.

کابل کې دې وروستیو کې د هدفي بریدونو، چاودنو او چسپکي ماینونو پېښې ډېرې شوې دي.

نن سهار وختي د کابل دوولسمه ناحیه یا احمد شاه بابا مېنه کې هم د پولیسو موټر په ماین برابر شوی چې له امله یې یوه پولیسه وژل شوې او دوه کسه نور ټپیان دي.

پرون د کابل ښار اومې ناحیې اړوند دوغ اباد کې د څرخي پله زندان روغتون د ډاکټرانو په کورولا موټر ماین وچاود چې د څرخي پله زندان اړوند څلورو ډاکټرانو په ګډون پنځه کسان پکې ووژل او دوه نور ټپیان شول.

د دوشنبې په ورځ هم د کابل ښار په احمد شاه بابا مېنه یا دوولسمه ناحیه کې د پولیسو پر رېنجر موټر د چسپکي ماین چاودنه کې یو سرتېری او یو ملکي کس ټپي شول.

د یکشنبې په ورځ هم د دغه ښار پنځمې حوزې اړوند د خوشال خان مېنې په سپین کلي کې د ولسي جرګې د یوه غړي خان محمد وردګ د موټرو په کاروان موټربم برید کې ۱۰ کسان وژل شوي او ۵۲ ټپي شوي وو.