پاکستان له تورخم لارې وراوښتو لپاره د کورونا معاینې منفي پایله شرط کړه

تورخم

د عکس سرچینه، Torkham Muncipality

د عکس تشریح، هغه ورځ زرګونه افغانانو د بېلابېلو اړتیاو له کبله پر تورخم دروازه اوړي
د خپرېدو وخت

د پاکستان حکومت پرېکړه کړې چې هغه کسان چې د کورونا د ازموینې پایله يې منفي نه وي راغلې، له تورخم لارې پاکستان ته نه شي تېرېدلی.

تورخم کې د افغانستان کميسارۍ بي بي سي ته ويلي، تېره ورځ زرګونو هغو افغانانو ته چې د کورونا معاینه یې نه وه کړې پاکستان ته د اوښتلو اجازه ورنکړل شوه.

د شنبې پر ورځ په تورخم ښارګوټي کې زرګونه کسان په ساعتونو ساعتونو په دې تمه پاتي شول چې که وشي، له دروازې تېر شي، خو پاکستاني اړخ د کورونا د معاینه منفي پایله ورته شرط ټاکلی و او له دې پرته یې چا ته د اوښتلو اجازه ورنکړه.

دې پرېکړې زرګونو هغو افغانانو ته یو سرخوږی جوړ کړی چې ګاونډي هېواد پاکستان ته د درملنې، خپلوۍ او سوداګرۍ پسې ځي.

تورخم لار په اوونۍ کې ۴ ورځې د تګ راتګ په مخه خلاصه وي او له دې وړاندې خلکو کولی شو ل د کورونا د معاینې پرته پاکستان ته ولاړ شي.

افغانستان کې د کورونا معاینې اسانتیا

کورونا

د عکس سرچینه، Ministry of Public Health

د عکس تشریح، افغان چارواکي وایي په کور دننه ورځ کې تر پنځو زرو کسانو معاینه کولی شي

بل لور ته د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وایي، په کور دننه هره ورځ د ۵ زره کسانو د کورونا معاینه کېدای شي.

په افغانستان کې د کورونا معاينه په دولتي روغتونونو کې وړيا، خو په خصوصي روغتونونو کې د شاوخوا ۵ نيم زره افغانيو په لګښت کېږي، چې د ځینو بې وزله کورنیو له وسه پورته خبره ده.

د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې په ننګرهار کې د کورونا د مالومولو دوه لابرتوراونه شته چې يو یې حکومتي او بل يې خصوصي دی.

د یاد وزارت ويانده معصومه جعفري وایي، اوس د کورونا د مالومولو دولتي او خصوصي مرکزونه هره ورځ تر پنځه زره کسانو معاينه کولی شي، خو د هغې په وينا که پاکستان ته د تلونکو زرګونه کسانو معاینه جبري شي نو ستونزې به ډېرې شي.

هغې بي بي سي ته وویل "د افغانستان په کچه ۱۴ دولتي لابراتوارونه لرو. په خصوصي برخه کې مو ۲۳ لابراتوارونه لرل، خو ځينې يې زموږ له ارزونو وروسته بېرته وتړل شول. اوس فعال ۹ خصوصي د کورونا د معاينې لابرتوارونه لرو. "

د آغلې جعفري په وینا، دا چې له ۵۰۰۰ د څومره کسانو معاینه په دولتي او یا خصوصي لابراتوارونو کې کېږي، هره ورځ فرق کي.

د عامو افغانانو لپاره نوی سرخوږی

کورونا

د عکس سرچینه، Torkham Muncipality

د عکس تشریح، له دې وروسته به پر تورخم د اوښتو پر وخت د کورونا معاینه او منفي پایله غوښتل کېږي

پاکستان ته د ډېر تګ لوی لاملونه درملنه، کار، سوداګري او دواړو خواو ته د خلکو خپلوۍ دي. ډېر کله د تورخم لاره د دواړو هېوادونو د سياسي اړيکو د ترينګلتيا پرمهال تړل شوې، خو کورونا وېروس خپرېدو په دې لار تګ راتګ لا ډېر ستونزمن کړی دی.

پاکستان د تېرې مارچ له نیمایي شاخوا شپږ میاشتې له افغانستان سره د کورونا وېروس د خپرېدو له وېرې خپلې ټولې لارې تړلې وې، خو له تېرو دوو میاشتې راهيسې دا لارې اوونۍ کې درې یا څلور ورځې پرانېستې وي.

پاکستان افغان وګړو لپاره د کورونا وېروس معاینې او منفي بایلې دا نوی شرط داسې مهال لګوي چې افغانستان کې ورځ تر بلې د کورونا وېروس مثبتو پېښو شمېر په ډېرېدو دی.

افغانستان کې یوازې په تېره يوه شپه او ورځ کې له کووېډ-۱۹ ناروغۍ شل کسان مړه شوي او ۱۴۱ تازه پرې اخته شوي دي.