ولسمشر غني د ځانګړو استازو سیما سمر او یوسف غضنفر دفتر تشکیلونه له مینځه وړي؛ مېرمن سمر یې 'بې ځایه' کار بولي

د خپرېدو وخت

افغان ولسمشر محمد اشرف غني بشري حقونو او نړیوالو چارو ته د دولت د وزیرې او ځانګړې استازې سیما سمر او د هغې د دفتر د تشکیل له منځه تلل منظور کړي.

هغه دغه راز د اقتصادي او سوداګريزې پراختیا او بېوزلۍ کمولو په چارو کې د خپل ځانګړي استازي د دفتر تشکیل هم له منځه وړی. د اقتصادي او سوداګريزې پراختیا او بېوزلۍ کمولو په چارو کې د ولسمشر د ځانګړي استازي دفتر ۱۴۳ کارکوونکي لرل او د مېرمن سیما سمر دفتر ۱۷ کارکوونکي.

محمد یوسف غضنفر چې د اقتصادي او سوداګريزې پراختیا او بېوزلۍ کمولو په چارو کې د ولسمشر ځانګړی استازی و څو میاشتې وړاندې د کوويډ نولس ناروغۍ له امله ومړ.

په هغه متن کې چې د ولسمشرۍ د چارو ادارې د دغو دوو دفترونو د تشکیل لغوه کولو لپاره وړاندې کړي نور جزئيات نه دي ورکړل شوي. خو مېرمن سمر بي بي سي ته په خبرو کې د هغې د ګوښه کېدو په اړه وویل چې په دې اړه ورسره مشوره نه ده شوې.

هغې زیاته کړه "زه خپله هم خبره نه وم، له ما سره مشوره نه ده شوې. نن مې هماغه کاغذ ولید. "

مېرمن سمر چې د خپل دفتر د تشکیل ایجاد او له مینځه تلل دواړه 'بې ځایه 'کارونه بولي وايي تر اوسه یې دفتر نه درلود او د 'شخصي امکاناتو ' په کارولو یې همکارانو کار ته دوام ورکاوه.

مېرمن سمر د طالبانو د واکمنۍ تر پرځېدو وروسته د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون جوړېدو سره تر څه باندې یوې لسیزې د دغه کمیسیون مشره وه.

ښاغلی غضنفر چې د افغانستان له لویو سوداګرانو و او په اقتصادي برخه کې اغېزمن کس بلل کېده شاوخوا پنځه میاشتې وړاندې د کوروناویروس له امله په ترکیه کې ومړ.

ښاغلی غضنفر په تېرو ولسمشریز ټاکنو کې د ولسمشر محمد اشرف غني د ټیم مهم غړی و. نوموړی په ټاکنو کې د ښاغلي غني له بریا وروسته د ولسمشر ځانګړی استازی ونومول شو.

دا لا معلومه نه ده چې د له مینځه تللو تشکیلاتو پر ځای به نوي څه په پام کې نیول شوي وي که کارونه یې نورو ادارو ته سپارل کېږي.