ولسمشر غني د ځانګړو استازو سیما سمر او یوسف غضنفر دفتر تشکیلونه له مینځه وړي؛ مېرمن سمر یې 'بې ځایه' کار بولي

غضنفر او سیما
د عکس تشریح، ښاغلی غضنفر پنځه میاشتې وړاندې ومړ. مېرمن سمر د ولسمشر له پرېکړې ناخوښه ده.
د خپرېدو وخت

افغان ولسمشر محمد اشرف غني بشري حقونو او نړیوالو چارو ته د دولت د وزیرې او ځانګړې استازې سیما سمر او د هغې د دفتر د تشکیل له منځه تلل منظور کړي.

هغه دغه راز د اقتصادي او سوداګريزې پراختیا او بېوزلۍ کمولو په چارو کې د خپل ځانګړي استازي د دفتر تشکیل هم له منځه وړی. د اقتصادي او سوداګريزې پراختیا او بېوزلۍ کمولو په چارو کې د ولسمشر د ځانګړي استازي دفتر ۱۴۳ کارکوونکي لرل او د مېرمن سیما سمر دفتر ۱۷ کارکوونکي.

محمد یوسف غضنفر چې د اقتصادي او سوداګريزې پراختیا او بېوزلۍ کمولو په چارو کې د ولسمشر ځانګړی استازی و څو میاشتې وړاندې د کوويډ نولس ناروغۍ له امله ومړ.

په هغه متن کې چې د ولسمشرۍ د چارو ادارې د دغو دوو دفترونو د تشکیل لغوه کولو لپاره وړاندې کړي نور جزئيات نه دي ورکړل شوي. خو مېرمن سمر بي بي سي ته په خبرو کې د هغې د ګوښه کېدو په اړه وویل چې په دې اړه ورسره مشوره نه ده شوې.

سیما ثمر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، مېرمن سمر د ډېرې اوږدې مودې له پاره د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون مشره وه.

هغې زیاته کړه "زه خپله هم خبره نه وم، له ما سره مشوره نه ده شوې. نن مې هماغه کاغذ ولید. "

مېرمن سمر چې د خپل دفتر د تشکیل ایجاد او له مینځه تلل دواړه 'بې ځایه 'کارونه بولي وايي تر اوسه یې دفتر نه درلود او د 'شخصي امکاناتو ' په کارولو یې همکارانو کار ته دوام ورکاوه.

مېرمن سمر د طالبانو د واکمنۍ تر پرځېدو وروسته د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون جوړېدو سره تر څه باندې یوې لسیزې د دغه کمیسیون مشره وه.

ښاغلی غضنفر چې د افغانستان له لویو سوداګرانو و او په اقتصادي برخه کې اغېزمن کس بلل کېده شاوخوا پنځه میاشتې وړاندې د کوروناویروس له امله په ترکیه کې ومړ.

غضنفر

د عکس سرچینه، Social media

د عکس تشریح، ښاغلی غضنفر څه باندې پنځه میاشتې مخکې د کورونا ویروس ناروغۍ له امله ومړ.

ښاغلی غضنفر په تېرو ولسمشریز ټاکنو کې د ولسمشر محمد اشرف غني د ټیم مهم غړی و. نوموړی په ټاکنو کې د ښاغلي غني له بریا وروسته د ولسمشر ځانګړی استازی ونومول شو.

دا لا معلومه نه ده چې د له مینځه تللو تشکیلاتو پر ځای به نوي څه په پام کې نیول شوي وي که کارونه یې نورو ادارو ته سپارل کېږي.