افغانستان: ګازي بخارۍ او د ډبرو سکاره هر ژمی لسګونه کسان مسموموي

ګاز، سکاره، بخارۍ، افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، هر کال افغانستان کې د سکرو او ګازي بخاریو له امله د مسمومېدو او مړینې ګڼې پېښې رامنځ ته کېږي.
    • Author, نصرت الله تسل، محمد حسین پاکنیا
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

افغانستان کې هر کال ژمي کې د ګازي بخاریو او ډبرو سکرو د ناسمې کارېدنې له امله لسګونه کسان مسمومېږي او ځینې يې له امله مري.

په تېرو دریو اونیو کې پکتیا، بامیان او بلخ کې د گازو د مسمویت له امله لږ تر لږه پنځه کسان مړه شوي او ځینو نورو ولایتونو کې هم له دې امله د مسمومیت لسګونه پيښې ثبت شوې دي.

د پکتیا اوسېدونکی مجیب الله د خپل ورور او وریندارې د مړينې کیسه کوي او وايي ''د واده په اوله شپه د ګازي بخارۍ له امله د دوی تاندې ځوانۍ، له یوه نړۍ ارمانونو سره خاورې شوې. ''

هر کال د ګازي بخارۍ د ناسمې کارېدلو له امله د ناوې او زوم د مړینې کیسه تکرارېږي چې د سږني ژمي له پیل سره يې هم د مجیب الله کورنۍ د ناوې نویو کالیو ته په سرو سترګو کېنوله.

دا ډول پېښې د هېواد په لر او بر کې کېږي، خو د عامې روغتیا وزارت ویاند اکمل سمسور وايي، دوی د ګاز او د ډبرو سکرو نیونې له امله د مسمومو شویو او وژل شویو کسانو کره شمېرې نه لري، خو وايي هر ژمی د سلګونو پېښو قربانیان روغتونوو ته راوړل کېږي.

د کندهار د عامې روغتیا مسولان وايي، د روان ژمي له پیله تر دې دمه د ګازي بخاریو د کارولو له امله درې او همدومره په څنګ لوري هلمند ولایت کې هم سوځېدلي دي.

د هېواد مرکزي ولایت بامیان د ملکي روغتون یو ډاکتر احمد مرید وايي ''په دې ولایت کې هم د ګاز نیولو یو کس وژلی او څو نور یې مسموم کړي دي. ''

د ډبرو سکارو او ګاز نیولو پېښې په یخو ولایتونو کې ډیرې دي ځکه هلته دغه راز سوند توکي ډېر کارېږي.

تېر ژمی په پکتیکا کې د یوې کورنۍ پنځه غړي ګازي بخارۍ وژلي وو او د دې ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې هم د یوې جوړې وژنې ویر جوړ کړی و.

ګاز، سکاره، بخارۍ، افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، هر کال د ګازي بخارۍ د ناسمې کارېدلو له امله د ناوې او زوم د مړینې کیسه تکرارېږي، سږکال هم پکتیا ولایت کې یوه ناوې او زوم ګازۍ بخارۍ مسموم او ووژل.

کارپوهان وايي د سکرو او ګازي بخاریو د بلولو پرمهال کاربن ډای اکساېډ تولېدېږي چې همدا د انسانانو د مرګ سبب کېږي.

په وروستیو اونیو کې په کابل او کندهار کې هم ځینې ورته پېښې شوې او په کې د خلکو د مړينې هم ويل شوي دي.

په بلخ کې د ځايي چارواکو په خبره په تېرو اونیو کې دوه کسان د ګازو د مسومیت له امله مړه شوي دي.