تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
طالبان: له خلیلزاد سره د پاتې طالببندیانو پر خلاصون وغږېدو
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر او د مذاکراتي ډلې مشرانو د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره د پاتې طالب بندیانو د خلاصون او له تور نوملړه د طالب مشرانو د نومو پر ایستلو خبرې کړې دي. خلیلزاد ویلي، د ملي پخلاینې عالي شورا د مشرانو کمېټه به 'د سولې تړون د شرایطو، د واک وېش او له طالبانو سره د تلپاتې او هر اړخیز اوربند د مذاکراتو په لړ کې واکمن بنسټ وي.'
په کابل کې د ملي پخلاینې د عالي شورا تر لومړنۍ او مقدماتي ناستې وروسته، چې د ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله په حضور کې تېره شنبه وشوه، د امریکا متحدو ایالتونو د دې شورا د مشرتابه کمېټې د جوړېدو هرکلی کړی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا شورا د پرېکړو لپاره د یو موټی کېدو او د تلپاتې سولې د ملاتړ یوه څرګنده نښه ده.
خبرپاڼه کې راغلي، د جګړې ټولې غاړې باید سره کښېني او د سولې یوه لار وټاکي.
بل خوا، د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر ځینو ټویټر پیغامونو کې د ملي پخلاینې د عالي شورا د لومړنۍ ناستې هرکلی کړی.
خلیلزاد لیکلي: "د خوښۍ ځای دی چې نن د افغانستان د ملي پخلاینې عالي شورا، د مشرانو د کمېټې له لومړنۍ غونډې سره، فعاله شوه. د سیاسي ټولګو د مشرانو راغونډېدل، یو مُهم ګام دی."
نوموړي دا هم لیکلي چې "د سولې د تړون د شرایطو، د واک وېش، او له طالبانو سره د تلپاتې او هراړخیز اوربند د مذاکراتو په لړ کې به دغه کمېټه د افغانستان د اسلامي جمهوریت لپاره یو واکمن بنسټ وي."
د خلیلزاد په وینا، د اصولو او کړنلارو له بشپړولو سره، "د اسلامي جمهوریت او طالبانو ډلې اوس د مذاکراتو په ورپسې پړاو کې دي او د اجنډا په اړه یې لومړنۍ غونډه په دوحه کې وکړه".
د خلیلزاد او طالب مشرانو لیدنه
بل خوا، په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم پر ټوېټر لیکلي، تېره شپه د طالبانو د سیاسي دفتر مشر او سیاسي مرستیال ملا برادر او د مذاکراتي ټیم مشر مولوي عبدالحکیم او ورسره پلاوي د امريکا د متحده ايالاتو د ځانګړي استازي ډاکتر زلمي خليلزاد او ورسره هيئت تر منځ ناسته وشوه.
محمد نعیم لیکي، "په دې ناسته کې په عام ډول د دواړو لوریو ترمنځ د شوې هوکړې پر اهمیت خبرې وشوې او د طالبانو د پاتې بندیانو د ازادۍ او له تور نوملړه د طالب مشرانو او غړو د نومونو ایستلو، د بین الافغاني مذاکراتو په ځانګړي ډول د وروستي پرمختګ او نورو اړونده موضوعاتو په اړه خبرې وشوې."