ولسمشر غني: مذاکراتو دویم پړاو کې پر لارنقشې هوکړه اړینه ده

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۶ دقیقې

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله په حضور کې د ملي پخلاینې د عالي شورا لومړنۍ ناسته کې ولسمشر غني وویل، له طالبانو سره د مذاکراتو دویم پړاو پیل شوی، چې تر ډېره مشورو ته اړتیا لري او د لارنقشې په اړه باید هوکړې ته ورسېږو. عبدالله عبدالله هم وویل، ټول افغانان اوربند او د دوښمنۍ ختمېدل غواړي.

د ملي پخلاینې د عالي شورا دې لومړنۍ ناستې ته پخواني جهادي مشران، د ملي شورا مشران، ځینې غړي او بېلابېل چارواکي وربلل شوي وو.

د غونډې پیل کې ولسمشر محمد اشرف غني وویل، له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره باید ټول سره همکار شو، "د مذاکراتي ټیم دویم پړاو کې د مشورې ضرورت شته، لومړی پړاو ختم شوی او د لارنقشې او ګامونو په اړه باید یوې هوکړې ته ورسېږو."

ښاغلي غني زیاته کړه، د مذاکراتو لومړي پړاو وښوده، چې کار اسانه نه و، خو پایلې ته ورسېد، په دې پړاو کې باید وضعیت تحلیل شي او د وضعیت بدلېدل دوامدار دي او په یوه اوښتونکي حالت کې باید موږ تل دقت ولرو، چې کومه تېروتنه ونه کړو.

عبدالله عبدالله څه وویل؟

د شورا په افتتاحیه ناسته کې د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وویل، د ملي مصالحې عالي شورا وجودي فلسفه د سولې بهیر کې د تصمیمګیرۍ او سیاسي اجماع رامنځته کول دي.

ده وویل، د مشرتابه کمېټې د کار پیلول د ملي اجماع د پیاوړتیا لپاره اغېزناک ګام دی او د دې شورا لاره د ملي ګټو او د افغانانو د مصلحت پر بنسټ ترسیم شوې ده.

ښاغلي عبدالله وویل، د افغانستان د خلکو منافع په مذاکراتو او د سولې په هڅو کې زموږ سره کرښه جوړوي، چې له دې وروسته به دغه شورا خپلې منظمې ناستې ولري.

سملاسي اوربند

د دې شورا مشر وویل، په دې حساس تاریخي پړاو کې ټول افغانان سملاسي سراسري اوربند او د دوښمنۍ ختمېدل غواړي، خو خلک اندېښنې هم لري، چې جدي هم دي.

عبدالله عبدالله وویل، د مذاکراتو دویم پړاو ته ننوتل یو مهم ګام دی، چې د خلکو د تمو خلاف یې ډېر وخت ونیو. سولې ته باید په منفعت طلبانه نظر ونه ګورو، د جګړې ختمېدو لپاره دا د خلکو یو ضرورت دی.

ده وویل، "د افغانستان اسلامي جمهوریت مذاکراتي ډلې ثابته کړه، چې سولې ته رسېدو کې ژمنتیا لري او د هېواد ګټو ته ژمنتیا لري. د مقابل مذاکراتي ټیم هم مننه کوم، چې له زغم یې کار واخیست."

حامد کرزي څه وویل؟

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي ناستې ته وویل، د مصالحې عالي شورا دا ناسته مهم ګام ګڼم، چې د خلکو د هیلو پوره او معناداره استازولي وکړي او زه به په دې لاره کې له رسمیاتو هاخوا په ټول توان او هڅه د شورا دې عالي او ملي مرام ته رسېدو کې همکار واوسم.

ده وویل، "د سولې هڅه هله بریالۍ کېدای شي چې موږ ټول په اتحاد یوځای ودانګو، له جګړې مخ واړو، له جنګي تبلیغاتو مخ واړوو، د ورورولۍ لپاره غږ راپورته کړو."

د ښاغلي کرزي په وینا، "موږ چې دلته ناست یو او طالبان دواړه د افغانستان خلک یو او ددې خاورې دي، هغوی هم د دې خاورې هومره خاوندان دي لکه موږ چې یو او موږ هم هومره ددې خاورې څښتنان یو لکه دوی چې دي."

ښاغلي کرزي وویل، دوحه کې د مذاکراتي ټیم ملاتړ کوم. د طالبانو پلاوي هم ملاتړ کوو، کاشکي چې دا خبرې افغانستان کې وای.

عبدرب الرسول سیاف څه وویل؟

جهادي مشر عبدرب الرسول سیاف وویل "که د دې شورا غړیتوب ولرو که نه، د یوه افغان او مسلمان په توګه د دې شورا د هڅو ملاتړ کوو."

هغه وویل هڅې وشوې چې د د افغانستان مذاکراتي پلاوی د مذهب، قوم او سمت په اساس وویشل شي خو دغه پلاوي خپل یووالی وساته. دا هڅې هم وشوې چې نظام او حکومت د سولې پروسه کې څنډې ته شي، خو مذاکراتي پلاوي د دغه کار مخه هم ونیوه.

هغه وویل "راځئ داخلي صف او کتار پیاوړئ کړو. دولت پر خلکو ښه ښکاري او خلک په دولت ښه ښکاري. په یوازې توګه تاسې هم هېڅ یئ او موږ هم څه نه یو. راځئ پرې نږدو چې له داخله مات شو. باوري یم تر هغه چې له داخله مات نه شو، له بهره مو څوک نشي ماتولی."

ښاغلي سیاف وویل زموږ اوسنیو امنیتي او دفاعي ځواکونو په تېرو څو کلونو کې د نظام او هېواد لپاره بې سارې قربانۍ ورکړي دي. د افغانستان تاریخ کې د دې قربانیو ساری نشته.

محمد یونس قانوني څه وویل؟

افغان سیاسيتوال او د ولسي جرګې پخواني رییس محمد یونس قانوني د مصالحې د عالي شورا پرانیستونکې غونډې ته وویل "موږ ټول خوېندې او وروڼه چې د هر نظر، فکر او تګلارې خلک راکې دي دلته د دې لپاره نه یو راټول شوي چې یو مقام، څوکۍ او تنخوا تر لاسه کړو. دغه ټول شخصیتونه ددې لپاره راټول شوي چې د تېرو ۴۰ کلونو جګړې خنجر په ګډه د افغانستان د ولس له سینې وباسي."

ښاغلي قانوني وویل سوله یوازې د حکومت او د مصالحې عالي شورا اړونده موضوع نه ده. ملي قضیه ده او وړاندیز کوم چې دغه ملي قضیه باید د تیرو ټاکنو د دوو ټیمونو له حوزې راوباسو او د افغانستان د خلکو اړونده یې کړو.

هغه وویل چې د مصالحې دعالي شورا لومړنۍ ناسته کې د ځینو شخصیتونو ځای تش دی او د مصالحې شورا ته یې وړاندیز وکړ چې راتلونکې کې د دې تشې د ډکولو هڅې وکړي او پاتې کسان هم راوبولي.

ښاغلي قانوني دا راز وویل "ټینګار کوم د پریکړې او تصمیم صلاحیت په واقعي او معنی دار ډول باید د مصالحي عالي شورا ته انتقال شي" او د پریکړې یو واحد ادرس موجود وي.

هغه وویل "افغانستان اوس بیا په دوه لاره کې دی. ښه به دا وي چې موږ د جمهوریت په حوزه کې او هاخوا مو نور هېوادوال د طالبانو د تحریک په نوم په ګډه له دغه زرین فرصت څخه ګټه واخلو".

د افغان چارو څارونکي او نړيواله ټولنه د پخلاينې د عالي شورا فعالېدل د افغان سولې په بهير کې يو اغېزناک گام بولي.

څه موده وړاندې کابل کې د امريکا سفارت، د اروپايي ټولنې استازوليو او بريتانيا د دغې شورا د مشرتابه پلاوى او د نورو غړو د بشپړېدو د چارو د سملاسي پيل غوښتنه کړې وه.

د دوى وړانديز دا و چې په يادې شورا کې سياسي مشران، د قومونو او لږکيو استازي، ښځې، ځوانان، د مدني ټولنو استازي او د جگړې قربانيان غړيتوب ولري.

د پخلاينې عالي شورا له څو برخو جوړه ده، د مشرتابه پلاوى، عمومي جرگه او مرکچي ډله.

څلور مياشتې وړاندې ولسمشرۍ ماڼۍ يو پنځه څلوېښت کسيز نوملړ رسنيو ته وسپاره او ويې ويل چې د پخلاينې د عالي شورا د غړو دا نوملړ د شورا مشر عبدالله عبدالله ور سپارلی دی.

خو نوملړ د ښاغلي عبدالله له لوري رد شو او وويل شول چې گواکې په کې لاسوهنه شوې. ښاغلي عبدالله زياته کړه چې ډېر ژر به د شورا د غړو نوى نوملړ خپور کړي.

په نوي نوملړ کې د سيد اسحق گيلاني، رحمت الله نبيل، فرخنده زهرا نادري، شهزاده شاهد، احمد ضياء مسعود او د احمد ولي مسعود د نومونو د ورزياتېدا خبره شوې، خو د ولسمشرۍ ماڼۍ او يا د پخلاينې عالي شورا لا رسماً په دې تړاو څه نه دي ويلي.

سره له دې چې نن د پخلاينې د عالي شورا لومړنۍ ناسته وه، داسې برېښي چې د شورا د غړو پر سر ناندرۍ لا هم په بشپړه توگه نه دي هوارې شوې.

دوه تنو سياسي څېرو سید اسحاق گیلانی و رحمت الله نبیل ويلي ولسمشر غني د شورا په غونډه کې د دوى د گډون مخالفت کړى.

د شورا مشرتابه پلاوي لپاره هغه مهال د پخواني ولسمشر حامد کرزى او د ځينو نورو جهادي مشرانو او سياستوالو ترڅنگ د گلبدين حکمتيار نومونه ياد شوي و، خو ښاغلي کرزي سملاسي وويل نه غواړي د شورا غړى اوسي.

ښاغلي حکمتيار ويلي وو نه غواړي د شورا پرانيستونکې ناسته کې گډون وکړي.

د پخلاينې د عالي شورا د لومړنۍ ناستې نېټه د بن کنفرانس له نولسمې کليزې سره سمون خوري.

پوره نولس کاله وړاندې د بن په ناسته کې د طالبانو د واکمنۍ له پرځېدا وروسته، د افغانستان د نوي نظام بنسټ کېښودل شو.

خو طالبانو ته چې واکمني يې تازه نسکوره شوې وه ناسته کې د گډون بلنه نه وه ورکړل شوې.

اوس شل کاله وروسته له دغې ډلې سره د سولې او پخلاينې ملي او نړيوالې هڅې روانې دي، ځکه دا د افغان جگړې ته د پاى ورکولو يوازېنۍ لاره بلل کېږي. داسې لاره چې ورباندې مزل له ستونزو سره مل برېښي.