تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان کې د 'تورې طلا' زڼغوزیو بیه ٪۶۰ راټیټه شوې
- Author, نصرت الله تسل
- دنده, بي بي سي خوست
- د خپرېدو وخت
په افغانستان کې د زڼغوزیو (جلغوزو) کاروباریان وايي، د کورونا وبا له امله د جلغوزیو پر مارکېټ هم ناوړه اغېز شوی او د هېواد بازارونو کې یې بیې شپیته سلنه را ښکته شوې دي.
دوی وایي، تېر کال د یوه کلیو ګرام بیه تر پنځه زرو رسېده، خو سږ کال تر دوو زرو افغانیو پلورل کېږي.
د افغان زڼغوزيو چې په نړیوالو بازارونو کې په 'توره طلا' هم شهرت لري، چین، هند او پاکستان یې تر نورو ستر مشتریان دي، خو د یو شمېر هېوادونو په لویو پلورنځیو کې د افغاني تولید له نوم پرته پلورل کېږي.
په ځینو اروپايي هېوادونو کې د نورو تر څنګ د سنډوېچ خوراک د لا مزیدار کېدو لپاره ورسره ګډېږي او هند یې د درملو په جوړولو کې هم کاروي.
سوداګر د جلغوزیو د بیو ډ ټیټوالي یو لامل هم چین ته د کورونا له امله د سفرونو ځنډېدل او کمېدل بولي.
روشان د موسی خېلو ولسوالۍ اوسېدونکی چې د زڼغوزیو پنځه جرېبه غر لري وايي، د تېر کال پرتله یې بیې نیم په نیمه را ښکته شوې دي:
"تېر کال حاصل زیات خو قېمت یې هم لوړ و، تېر کال ۵۲ کیلو په دوه لکه اتیا زره کلدارې خرڅېده، خو سږ کال همغه وزن په یو لک خرڅېږي، حاصلات هم زیات شوي دي".
ځايي سوداګر وايي، د کورونا وبا له امله چین ته د دې وچې مېوې صادارت کم شوي چې دوی ته یې ډېر تاوان کړی.
د زڼغوزیو خوستی سوداګر محمد نور وايي، د پروازونو کموالی د دې لامل شوې چې د زڼغوزیو بیه راغورځېدلې:
"نن سبا په اونۍ کې له ۳ تر ۵ الوتنې کېږي، دومره کم پروازونه زموږ لپاره بسنه نه کوي ځکه مال زیات دی، که دلته وځنډیږي نو زڼغوزي وچېږي او وزن کموي".
د پکتیا ولایت د سوداګرۍ خونې مشر ډاکتر نصیر عالمیار وايي، په دې ولایت کې د زڼغوزیو حاصلات زیات شوې خو وايي، د هوايي دهلیزونو له لارې د صاراداتو د کمښت له امله یې همدا قیمتي میوه په ټیټه بیه ځي.
د ښاغلي عالمیار په خبره: "د پکتیا زڼغوزي لس سلنه زیات شوي. روان کال د پکتیا زڼغوزي د هوايي دهلیزونو له لارې نه دي صادر شوې، قیمتونه ښکته سوې دي، تېر کال زموږ یو کیلو زڼغوزي له څلور تر پنځه زره افغانیو پلورل کیدل خو نن سږکال یو کیلو له اته سوه تر زرو قیمت لري".
اټکل دا دی چې سږ کال د افغانستان د زڼغوزیو حاصلات تر۳۵ زره ټنو ورسېږي چي تېر کال شاوخوا ۲۷ زره ټنه وو.
بل خوا د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، نورو هیوادونو ته د جلغوزیو صادرات د پخوا غوندې عادي روان دي او دوی د ورځې تر پنځوسو ټنو جلغوزي صادروي.
د دې خونې ویاند امین بابک وايي، دوی روان کال ډیرو نورو هیوادونو ته د زڼغوزیو د لیږلو پلان لري.
امین بابک وايي "چین ته زموږ د زڼغوزیو حاصلات روان دي، هره ورځ پنځوس ټنه صادروو، اروپا او ځینو نورو هیوادونو ته هم صادرات شته، سږ کال تر شپږ زره ټنو پورې جلغوزي صادرولی شو."
د زڼغوزيو نیالګي په خوست، پکتیا، پکتیکا، کونړ، لغمان، ننګرهار او نورستان کې لګول کېږي چې ډېره برخه د هېواد له سوېل ختیځو ولایتونو را ټولېږي.