تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغان جلغوزیو ته نړیوال بازار کې اړتیا
د افغان جلغوزيو کاروبار، چين ته يې د صادراتو زياتوالي سره اوس د تورې طلا نوم ګټلی، چارواکو يې خوست، پکتيا او پکتيکا کې د ځنګلونو غړولو تابيا کړې.
دا تېر نومبر چين د جلغوزيو واردولو په اړه له افغانستان سره د دوو ميليارډ ډالرو په ارزښت تړون لاسليک کړ.
د شمېرو له مخې تېر کال افغانستان چين ته ۲۳ زره ټنه جلغوزي صادر کړي، چې اوس به د شوي تړون له مخې راتلونکو پنځو کلونو د جلغوزیو صاداراتو کچه له ۶۲ زرو ټنو اوړي.
همدې ګټې وټې ته په کتو افغان حکومت پرېکړه کړې چې پکتيا، پکتيکا او خوست کې د جلغوزيو ځنګلونه لا نور وغوړوي، او چارواکو دغو ولايتونو کې د نيالګيو په وېشلو پيل کړی دی.
نصرت الله تسل پرې راپور لري.