امرالله صالح: کابل کې پر یوه لس کلن ماشوم جنسي تېری کوونکی ډاکټر نیول شوی

د عکس سرچینه، .
د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح او کابل پولیسو ویلي، هغه ډاکټر نیول شوی چې په یوه لس کلن ناروغ ماشوم یې څو ځله جنسي تېری کړی.
امرالله صالح د شنبې ورځې د شپږ نیمو بجو غونډې رپوټ پر خپل فیسبوک خپور کړی، او پکې یې له روغتیا وزارت غوښتنه کړې چې د دغه کس د ډاکټرۍ جواز لغوه کړي.
امرالله صالح دا هم لیکلي، چې له زندانه ددغه ډاکټر له خوشي کېدو وروسته باید نور په ټولنه کې د ډاکټر په نامه ځای ونه لري.
په افغانستان کې وخت نا وخت پر ماشومانو د جنسي تېري د پېښو رپوټونه ترلاسه کېږي، او په ځینې فضیو کې ان امنیتي ځواکونه پر ماشومانو په جنسي تېري تورن شوي دي.
همدې تېره اکتوبر میاشت کې د افغانستان لویې څارنوالۍ وویل، په تېرو دریو کلونو کې پر ښځو او ماشومانو د جنسي تېري څه باندې ۵۵۰ پېښې یې ثبت او څېړلي دي.
دا عدلي او قضايي بنسټ وايي د دغو جنسي تېریو لویه برخه په دریو لویو ښارونو کې دي او په خبره یې د محکمو له لوري عاملانو ته سزا ورکړل شوې ده.
د ښځو او ماشومانو حقونو بنسټونه وايي په افغانستان کې ډېر نارینه له ښځو او ماشومانو سره له تاوتریخوالي ډک چلند کوي، خو افغان دولت د تاوتریخوالي ډېرو لږو قضیو ته رسېدګي کوي او دا د دولت د کمزورۍ نښه ده.















