افغان حکومت: طالبانو د جګړې تکتیکونه بدل کړي، کوچنۍ جاسوسي ډرون الوتکې کاروي

    • Author, ځلا سحر
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د افغانستان په شمال کې سیمه ییز چارواکي وايي، په وروستیو کې طالبانو په فاریاب او ځینې نورو سیمو کې د افغان ځواکونو په نښه کولو لپاره کوچنۍ جاسوسي ډرون الوتکې کاروي. دوی وايي طالبان اوس د 'بزبزک' په نوم له وسلې هم ګټه اخلي.

په وروستیو میاشتو، په ځانګړي ډول په دوحه کې د سولې خبرو له پیله وروسته د طالبانو بریدونه ډېر شوي، د دې ډلې د جګړې بڼه یا تکتیک هم بدل شوی دی.

حکومت طالبان په هدفي وژنو، یرغلیزو بریدونو، ماین اېښودنو او موټر بم بریدونو تورنوي او په وروستیو کې چارواکو ویلي دي چې دغې ډلې د امنیتي ځواکونو په نښه کولو لپاره له بې پیلوټه الوتکو - چې له لرې کنټرولېږي او د بزبزک یا نښه ویشتونکې وسلې کارولي.

د فاریاب والي نقیب الله فایق وايي د جاسوسۍ او یا هم د امنیتي ځواکونو د پوستو فلم اخیستنه چې د ډرون پر مټ کېږي ډېر یې د طالبانو اړوند بهرني یرغلګر کوي.

ښاغلي فایق وویل، په ځینو مواردو کې امنیتي ځواکونه دا بې پیلوټه الوتکې غورځولای نه شي.

د راپورونو له مخې، طالبان په ځینو نورو ولایتونو کې هم ډرون کاروي. د ډرون پر مټ تازه برید د افغانستان په سوېل ختیځ پکتیا ولایت په زرمت او میرزکه ولسوالیو کې شوی، د سیمه ییزو سرچینو په خبره پکې لږ ترلږه پنځه پولیس ټپیان شول، خو ملي امنیت شورا ویلي په پکتیا کې د ډرون دغه برید بریالی نه و. په کندوز کې په ورته پېښه کې چې شاوخوا یوه میاشت مخکې وه د والي څلور ساتونکي پکې ووژل شول او شپږ تنه نور ټپيان شول. ویل کېږي دا ډرونونه امنیتي ځواکونو په پوستو کوچني بمونه غورځوي.

د فاریاب والي وايي پر دې سربېره، طالبان د بزبزک په نوم له وسلې څخه هم کار اخلي.

ښاغلی فایق ادعا کوي چې طالبان دغه وسلې او تجهیزات له هېواد بهر او د ده په ګمان له پاکستان لاسته راوړي.

د افغانستان حکومت وايي د طالبانو بې پیلوټه الوتکو بریدونو او نښه ویشتونکو وسلو د مخنیوي لپاره ګامونه اخلي. د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ د طالبانو د ډرون بریدونه او نښه ویشتونکي وسلې بې اغېزې وبللې، خو ويلي دي د مخنیوي لپاره یې تدابیر نیولي دي.

ښاغلي اندړ وویل د طالبانو څو ډرون الوتکې د امنیتي ځواکونو لخوا ضبط شوې او اوس په ټولو نظامي پوستو کې داسې دستګاوې لیګولي چې د طالبانو د ډرون د ورنژدې کېدو مخه نیسي.

د ولسمشر دویم مرستیال امرالله صالح څه وخت مخکې د بزبزک وسلې په اړه پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي وو چې ځینې وسلې په بریا ازمایښت شوې چې د دې وسلې اغېزه صفر کوي او ټولو امنیتي ځواکونو ته یې ورکړي.

د بي بي سي له مکررو اړیکو سره طالبان په دې اړه خبرو ته حاضر نه شول.

پخوانۍ نظامي عتیق الله امرخېل وايي د طالبانو له جنګې تکتیکونو سره د مقابلې لپاره باید استخبارات قوي شوي.

خو هدفي وژنې شته چې د بې غږه وسلو او چسپکي ماینونو پرمټ کېږي چې خلک او په ځانګړي ډول دولتي کارکوونکي په نښه کوي، هغه څه چې لا تر اوسه یې په وړاندې دولت نوښت نه دی کړی.

په ځینې مواردو کې طالبان د دغو بریدونو مسئولیت اخلي او ځینې وخت بیا ځان بې خبره ښيي، خو په تېر کې څو ځلې د دولت کارکوونکو ته خبرداری ورکړی و چې له دولت سره دې همکاري پایته ورسوي، خو داسې کسان هم وژل کېږي چې د دولت کارکوونکي نه دي.