"د افغان جګړې لپاره بې پایه نوملیکه"

د خپرېدو وخت

واشنګټن پوست ورځپاڼې د افغان جگړې په تړاو خپاره کړي مطلب کې ليکلي، افغانستان کې د امريکا جگړه دومره اوږده شوه چې اوس هغه نسل يا کول چې د سپتمبر يوولسمې له پېښو وروسته زېږېدلى اوس کولاى شي په دې جگړه کې ونډه اخيستو لپاره خپل نوم ثبت کړي.

ورځپاڼه وايي پرون چهارشنبه د افغان جگړې او د ځوانانو لپاره يو نوى پېر يا عصر دى، ځکه هغه کسان چې د سپتمبر د يوولسمې له پېښې وروسته زېږېدلي دي په دې ورځ ١٧ کلنۍ ته رسېږي او کولاى شي ظاهراً دا بې پايې جگړې کې برخه اخيستو لپاره نومليکنه وکړي.

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې يوه خپره کړې شننه کې وايي افغانستان کې د امريکا د پاتې راتلو خبر نوى نه دى چې خو د ناکامۍ مخې ته راغلي جزييات او پايلې اندېښمنونکي دي.

ورځپاڼه وايي امريکا د تېر نومبر او مې مياشتو ترمنځ د دوى په وينا د مخدره توکو پر لابراتوارونو ١٠٠ هوايي بريدونه کړي او وايي دا د طالبانو د مالي سمبالښت مهمه برخه جوړوي خو ورځپاڼه وايي طالبان د عوايدو نورې سرچينې هم لري.

د ليکوال په باور، افغانستان کې د په نشه يې توکو د روږدو سره مرسته د امريکا لومړيتوب نه دى چې اوسمهال ډېره لويه ستونزه ده، او له سره د کوکنارو د کرکيلې کچه کمولو لپاره بايد بديل رامنځته شوى واى چې په سمه توگه نه ده شوې.

نشه يي توکي، ښه عاید

ورځپاڼه وايي، څېړنو ښوولې چې پر نشه يې توکو ولاړ اقتصاد اوس ميليونونو افغانانو لپاره د عايد يوازينۍ سرچينه ده.

ليکوال وايي هوايي بريدونه د نشه يې توکو د کرکيلې مخنيوى نه کوي بلکې بې وزلو افغانانو ته ستونزې لا ډېروي.

ليکوال وايي تريخ حقيقت دا دى چې افغانان وکارول شول، وځپل شول، کمزوري شول، په ډله ييزه توگه ووژل شول او اوس اړ دي چې ژوندي پاتې کېدو لپاره کوکنار وکري. ځکه دوى د نفقې گټلو له هغو لارو بې برخې شول چې د نړۍ ميليونو وگړو ته زيان رسوونکې نه دي.