تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
طالبان وايي، د خبرو تر څنګ به جګړه هم روانه وي
د افغان پخولاينې شورا مشر وايي ټول افغان خبرې د جګړې پای ته رسولو په موخه دي، طالبان وايي د خبرو تر څنګ به جګړه هم روانه وي. په داسې حال کې چې په قطر کې د افغان سولې په اړه خپلمنځۍ خبرې روانې دي په خپله افغانستان کې له بېلا بېلو سيمو د جګړو او نښتو راپورونه هم ورکړل شوې دي. افغان دفاع وازت ویلي طالبانو د تېر په څېر ډېرو سیمو کې د دوی د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر مرکزونو برېدونه کړي دي. په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم بي بي سي ته ویلي په دوحه کې به د افغانانو خپلمنځيو خبرو تر څنګ افغانستان کې جګړه هم روانه وي. شازيه حيا له کابله نور حال راکوي.