د پاکستان ویزو د وېش بهیر مسئولیت جنرال خوشحال سادات ته سپارل کېږي

خوشحال سادات

د عکس سرچینه، @GenKhoshal

د عکس تشریح، امرالله صالح وايي، خوشحال سادات امنیتي مسلو په اړه مسلکي او پر حقایقو ولاړه مطالعه او معلومات لري.
د خپرېدو وخت

افغان حکومت وايي، د پاکستان د وېزې غوښتونکو ته د غوره اسانتیاوو د طرح عملي کولو پخاطر یې د دې چارې مسئولیت د عامه محافظت رئیس جنرال خوشحال سادات ته سپارلی دی.

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني لومړني مرستیال پر فېسبوک لیکلي، ټاکل شوې ده چې پاسپورټونه په ۱۶ سیمو کې راغونډ کړای شي او له ګڼې ګوڼې پرته پخپل نوبت سفارت ته واستول شي.

امرالله صالح لیکلي، د بهرنیو چارو وزارت دا ټول مسایل په کابل کې د پاکستان له سفارت سره همغږي کړي دي.

نوموړی وايي: "د پاسپورټونو راټولونه به په داسې بڼه وي چې هېڅوک جعلي نوبت وانشي خیستلی، د بهرنیو چارو د وزارت او افغان پوست ادارې ترمنځ ترسره کېږي."

وړاندې، افغان حکومت ویلي وو، پاکستان د افغانانو لپاره د پاکستان ویزو ورکړې شمېر ډېر کړی دی او یوازې په کابل کې د ورځې تر دوو زرو ویزې صادروي.

د پاکستان ویزو ترلاسه کولو پر مهال د ګډوډیو، مرګ ژوبلې او لاریونونو وروسته، لا هم په دې برخې کې کوم ځانګړی بدلون نه لیدل کیږي.

په ننګرهار او کابل کې د پاکستان ویزو ترلاسه کولو بهیر تر ګډوډیو او خلکو ته د مرګ ژوبلې تر اوښتو وروسته افغان حکومت په کابل کې د پاکستان له سفارته غوښتنه وکړه، چې افغانانانو د هرې ورځې ویزو ورکړې شمېر ورته په ډاګه کړي چې دوی یې د نظم چارې په ښه توګه سمبال کړي.

چارواکي وايي، لسګونه زره خلک د ټوکن اخیستو لپاره ورغلي وو.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، چارواکي وايي، لسګونه زره خلک د ټوکن اخیستو لپاره ورغلي وو، چې ښځې ګڼه ګوڼه کې تر پښو لاندې او مړې شوې

خو د دغوګامونو له اوچتولو سره سره لا هم د پاکستان د ویزو ترلاسه کولو په برخه کې ستونزې شته او د پاکستان ویزو ترلاسه کوونکي په ورځو ورځو، تودې او سړې هوا کې انتظار کوي.

شاوخوا دوه اونۍ وړاندې په جلال اباد ښار کې د پاکستان ویزو د ټوکن ترلاسه کولو پر مهال د ګڼې ګوڼې له امله دولس تنو مېرمنو خپل ژوند له لاسه ورکړ. او په کابل کې هم د ویزو د وېش بهیر پر وړاندې څو ځله لاریونونه شوي دي.