عمران خان ننګرهار کې د ویزې اخیستو بیروبار کې د ۱۲ کسانو پر مړینه خواشیني وښوده

ننګرهار

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، چارواکي وايي، لسګونه زره خلک د ټوکن اخیستو لپاره ورغلي وو.
د خپرېدو وخت

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د افغانستان ختیځ ته په ننګرهار کې د دغه هېواد د ویزې اخیستلو ټيل ماټېل کې د ۱۲ ښځو په مړه کېدو خواشیني وښوده.

عمران خان پر ټویټر یوه بیان کې په دې پېښه کې ټپیانو ته د سملاسې رغېدو لپاره دعا کړې او ویلي یې دي چې دې بوږنوونکې پېښې ډېر خپه کړی دی.

کابل کې د پاکستان سفارت او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په دې پېښه خواشیني ښودلې او د ویزو وېش کې یې د سم مدیریت غوښتنه کړې ده.

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل له پرونۍ پېښې وروسته خپل دفتر ته د جلال اباد کونسلۍ مشر عابدالله وربللی و او دواړه پر دې غږېدلی چې راتلونکي کې د ویزې اسانتیاوو لپاره څه وکړي.

ځايي چارواکي وايي، د پاکستان کونسلګري ورځ کې زر ویزې وېشي خو غوښتنه د زرګونو ده.

ننګرهار کې د پاکستان کونسګرۍ ته پر لغمان، کونړ او نورستان سربېره د پکتیا، پکتیکا، خوست او لوګر په ګډون د میدان وردګ او غزني خلک هم ورځي.

ننګرهار کې چارواکي وايي، د ویزې برخه کې د اوسني بیروبار کمول د ولایت او کونسلګرۍ له کچې پورته خبره ده او پکار ده چې کابل او اسلام اباد په دې برخه کې هوکړه وکړي.

دوی د ویزو شمېر ډېرول او د هغو اسانتیاوو پیلول غواړي چې پاکستان په دې وروستیو کې منلې دي.

په دې اسانتیاوو کې د ویزو وخت زیات شوی او هم د ناروغانو، سوداګرو او زدکوونکو لپاره ځانګړي سهولتونه په پام کې نیول شوي دي.

پېښه څنګه وشوه؟

ننګرهار

د عکس سرچینه، NMC

پاکستان د کورونا وبا له امله د روان کال د مارچ پر ۱۶ له خاصو مواردو پرته افغانانو ته د ویزو ورکولو چاره ځنډولې وه.

خو نږدې اوه میاشتې وروسته په کابل کې د پاکستان سفارت د اکتوبر په ۱۲ وویل چې افغانانو ته یې د ویزې ورکولو په چاره کې د سهولت لپاره بېړني ګامونه اخیستي دي.

د ویزې ورکولو د چارې بیا پیلېدو سره د پاکستان پر سفارت او کونسلګرو په تېره جلال اباد کونسلګرۍ بیروبار جوړ شو.

ننګرهار کې ځايي چارواکو د ویزې ترلاسه کولو چاره کې د درغلۍ د مخنیوي او د دې بهیر د روڼتیا لپاره د کونسلګرۍ په ځای د فوټبال سټیدیم غوره کړ.

چارواکو غوښتل د ویزې ټوکن د ځای بدلولو سره به بیروبار کم او د ورځې به تر زرو ویزې ووېشل شي.

د تېرې سې شنبې په ورځ حکومت خلکو ته ویلي و چې له اړینو اسنادو سره ور شي او د وېزې ټوکن واخلي.

خو د ټوکن لپاره د دوی په خبره، لسګونو زره کسان ور ټول شوي وو، ځکه د ټېل ماټېل له امله ۱۲ مېرمنې مړې او د لسو مېرمنو په ګډون ۱۳ کسان ټپیان شول.