جلال اباد کې د پاکستان ویزې اخیستلو ګڼه ګوڼه کې د ښځو په ګډون ۱۲ کسان وژل شوي

ننګرهار کې امنیتي سرچينې مني چې جلال اباد فوټبال سټډيوم کې د پاکستان ويزې لپاره ټوکن ترلاسه کولو ګڼه ګوڼه کې چارشنبه سهار ۱۲ کسان وژل شوي او ۱۳ نور ژوبل دي چې ډېرې يې مېرمنې دي.
سیمه کې د بي بي سي خبریال ذبیح الله رحیمزی وايي، دغه سټیډیم کې نن زرګونه کسان د ويزې ترلاسه کولو لپاره ور ټول وو، عیني شاهدان وايي، بېروبار او هجوم کې مرګ ژوبله اوښتې.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وايي، نن لسګونه زره خلک د ویزې اخیستلو ته ټول شوي وو او له امله یې د ډېر بیروبار له امله ۱۱ مېرمنې مړې او د لسو مېرمنو په ګډون ۱۳ کسان ټپیان شول.
نوموړی وايي، د پاکستان کونسلګرۍ مخې ته د بیروبار مخنیوي لپاره یې د ویزې اخیستلو بهیر فوټبال لوبغاړي ته لېږدول و:
"په همدې موخه تر ۳۲۰ زیات نارینه او ښځینه پولیس په دندو ګمارل شوي او لسګونه ملکي مامورینو ته د اداري کار د تر سره کولو په موخه دنده ورکړل شوه."
د ننګرهار والي ضیا الحق امرخېل بیا بي بي سي سره خبرو کې د وویل چې وژل شویو کې ۷ مېرمنې او ۴ نارینه دي.
د ننګرهار حوزوي روغتون چارواکو بي بي سي ته وويل، د ۱۲ مېرمنو جسدونه او ۱۲ ژوبل ور وړل شوي چې عمرونه يې د پنځوس او شپيتو کلونو ترمنځ دي. ژوبلو کې ۳ يې نارينه دي.
له اووه میاشتې ځنډ وروسته د پاکستان ویزې لپاره ګڼه ګوڼه

جلال اباد کې د پاکستان کونسلګرۍ هم دې پېښې ته غبرګون کې ویلي: "ګڼ شمېر خلک د پاکستان کونسلګرۍ مخې ته د ویزې لپاره ټول شوي وو. د ناسم مدیریت او ټېل ماټېل له امله ۱۲ مېرمنې مړې شوي."
پاکستان د کورونا وبا له امله د روان کال د مارچ پر ۱۶ افغانانو ته د ویزو ورکول چاره ځنډولې وه.
خو نږدې اوه میاشتې وروسته په کابل کې د پاکستان سفارت د اکتوبر په ۱۲ وویل چې افغانانو ته یې د ویزې ورکولو په چاره کې د سهولت لپاره بېړني ګامونه اخیستي دي.
دغه سفارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي وو، په کابل کې د سفارت ترڅنګ يې په ننګرهار، کندهار، هرات او مزارشریف کې د دغه هېواد اړوندو کونسلګریو هم هغه خدمات پيل کړي چې د کورونا وبا له کبله ځنډيدلي وو.
د ویزې ورکولو د چارې بیا پیلېدو سره د پاکستان پر سفارت او کونسلګرو په تېره جلال اباد کونسلګرۍ بیروبار جوړ شو.
ولې د ویزو اخیستو لپاره د فوټبال میدان وکارول شو؟

ځايي چارواکو د ویزې ترلاسولو چاره کې د درغلۍ د مخنیوي او د دې بهیر د روڼتیا لپاره د کونسلګرۍ په ځای د فوټبال سټیدیم غوره کړ.
چارواکو غوښتل د ویزې ټوکن د ځای بدلولو سره به بیروبار کم او د ورځې به تر زرو ویزې ووېشل شي.
د بهسودو پل ترڅنګ دې لوبغالي کې د اطلاعاتو کلتور او مدني فعالانو یوې کمېټې د ویزې وېشلو بهیر کې ښکېل شول.
خو پرون مدني فعالانو ویلي و چې نور دې بهیر کې نشته او حکومتي ادارې به دا چاره په مخ بیايي.
له دې مخکې د ننګرهار مختلفو ولسوالیو او ځینې نورو ولایتونو لکه پکتیا، خوست او لوګر خلکو ته هم د ویزې وېش ورځې مالومې وې.
خو چارواکو پرون وویل، څوک چې ویزه غواړي سبا دې ۷ بجې راشي او پاسپورټ او نور اسناد دې ولري.
چارواکي په دې باور وو چې نن به ډېر ټوکن ووېشي، خو د ویزو د ویش ورځې به ورته مالومې کړي.
همدا وجه وه چې تر نورو ورځو بیروبار و او له امله یې ټېل ماټېل جوړ شوی او دا مرګ ژوبله اوښتې ده.




















