تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د افغان پوست په مټ بانکي چوپړونه وړاندې کېږي
- Author, یوسف خان ځدراڼ
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
د افغان بانکونو ټولنې او د افغانستان پوستي شرکت د نوې هوکړې له مخې په پام کې ده چې له دې وروسته د افغان پوست له لارې بانکي چوپړونه هم وړاندې شي.
افغان پوست ویلي، دوی دا وخت د هېواد د لرې پرتو سیمو په ګډون په شاوخوا ۴۶۳ پوست خونو کې د بانکي چوړپونو په فعالېدو کار کوي.
د دې پروګرام موخه د افغان پوست او افغان بانکونو لخوا په ګډه د افغانستان لرې پرتو سیمو ته د بانکي چوپړونو پراختیا ده، هغه سیمې چې کله هم پکې بانکونه نه دي فعال شوي.
افغان پوست ویلي، د افغانستان په ټولو ولایتونو او بېلابېلو ولسوالیو کې له ۴۶۳ استازوالیو سره کولای شي بانکي چوپړونو ته د خلکو لاس رسېدا یقیني کړي.
د دې شرکت رییس احمد وحید ویس وايي، د دې هوکړه لیک له مخې په پوسته خونې او فزیکي امکانات د بانکونو په واک کې ورکول کیږي چې بانکونه به د خپلې اړتیا وړ چوپړونه هلته فعالوي.
په هوکړه کې راغلي چې د بانکي سیستم فعالول، مدیریت او لوژستیکي او امنیتي مسئولیت به د بانکونو په غاړه وي.
دا وخت په افغانستان کې ۱۲ دولتي، خصوصي او د بهرنیو بانکونو څانګې د بانکونو په توګه فعالیت کوي. چې ډېر یې په ولایتي مرکزونو او یا سترو کاروباري ولسوالیو کې دي، خو د لرې پرتو سیمو خلک ورته هېڅ لاس نه لري.
د افغانستان د بانکونو ټولنې مشر نجیب الله امیري وایي نوی پروګرام به بانکونو ته د خلکو لاس نژدې کړي، خو په وینا یې د دې هوکړې پلي کېدو پر وړاندې معیاري ودانۍ، برېښنا، انټرنېټ او امنیتي ستونزې لا هم د ننګونې په توګه یادیږي.
د افغانستان شاوخوا ۴ میلیونه وګړي بانکي چوپړونه کاروي چې د سیمې په کچه خورا کم دي.
دا کارونکي چې ډېر یې د دولت کارکونکي دي هم اړ دي چې د بانکي چوپړونو یا خپلو معاشونو تر لاسه کولو لپاره ولایت ته سفر وکړي، ځکه ان په ډېرو ولسوالیو کې بانکونه نشته.
د پکتیا احمد ابا ولسوالۍ اوسېدونکی اجمل مسعودزی چې خپله ښوونکی دی وایې که معاشونه په نږدې کومې استازولی کې ورکول شي له اضافه لګښت، د تګ راتګ پر مهال د امنیتي ننګونو او اندېښنو به بېغمه وي.
ښاغلی مسعودزی د نورو ښېګڼو تر څنګ په دې باور دی چې له دې ګام سره به پانګونه او سوداګري هم وغوړیږي.
د افغان پوست د معلوماتو له مخې تر اوسه دریو بانکونو معلوماتي کڅوړې تر لاسه کړې او تر ټولو ستر نا دولتي بانک عزیزي هم له افغان پوست سره ګډ کار ته چمتووالی ښودلای دی.
د یاد بانک مرستیال سلیم حبیبي د دې نوي پیل په اړه بي بي سي ته وویل تمه ده دا کار به بانکوالي لا چټکه او بانکونو ته د خلکو لاس لنډ کړي.
په افغانستان کې شته ۱۲ بانکونو کې د دې هېواد ۱۲ سلنه وګړي بانکي حسابونه لري چې ډېره برخه یې امنیتي ځواکونه، دولتي، ملکي او د موسسې کارکونکي دي.
که څه هم افغان حکومت هڅه کړي چې د شفافیت په موخه خپلو کارکونکو ته د بانک له لارې معاشونه ولیږدوي خو د بانکونو کمو څانګو تل د مامورینو نیوکې پارولي، اوس چې د ناامنۍ اندیښنې ډېرې او د پيسو وړل راوړل ډېرو ته سخت بریښي خلک هیله لري چې د افغان پوست دفترو له لارې بانکي چارې یې ستونزې کمې کړي.
ځانګړې پاڼه: افغانستان کې بانکوالي او مالي سیستم