د افغانستان روغتیا وزارت: پوهنیزو بنسټونو بیا پرانیستو کورونا وبا نه ده ډېره کړې

د خپرېدو وخت

د افغانستان د روغتیا وزارت وايي، په هېواد کې د ځینو ښوونځیو او ټولو پوهنتونونو له بیا پرانیستل کېدو کابو یوه میاشت وروسته په دې هېواد کې کورونا وبا نه ده ډېره شوې. په پام کې ده چې د ټولو ښوونځیو بیا پرانیستل کېدو طرحه د افغانستان وزیرانو شورا ته د تصویب لپاره وړاندې شي.

د افغانستان د روغتیا وزارت وايي، له پوهنې وزارت سره یې په ګډه داسې تګلاره جوړه کړې ده چې که کابینه یې تایید کړي، د دولتي ښوونځیو پاتې ټولګي به هم پرانیستل شي.

څه باندې یوه میاشت وړاندې حکومت خصوصي ښوونځيو او د دولتي ښوونځيو یوازې یوولسم او دوولسم ټولګیو ته بیا پرانیستو اجازه ورکړې ده.

ښوونځي چې د کورونا وېروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره تړل شوي وو، اوس روغتیا وزارت وايي چې د ۱۱م او ۱۲م ټولګیو له پرانیستو سره د کوویډ۱۹ رنځ په خپرېدو کې پراخوالی نه دی راغلی نو ځکه د پاتې ټولګیو پرانیستو ته هېله من دي.

د دغه وزارت ویاند اکمل سمسور بي بي سي ته وویل چې دغه طرحه د افغانستان د کابینې له پرېکړې وروسته د پلي کېدو وړ ده.

اوس د روغتیا وزارت وايي، له پوهنې وزارت سره پر یوه نوې طرحه کار کوي، چې له مخې به یې د ۱۱ او ۱۲ ټولګیو سربېره، ټول دولتي ښوونځي پرانیستل کېږي.

ښاغلی سمسور وايي، دا ښيي چې زدکوونکو کې کورونا وبا نه ده خپره شوې. د نوموړي په وینا، په تېره یوه میاشت کې یوازې څلور په سلو کې کورونا وبا ډېره شوې ده، چې د اندېښنې وړ نه ده.

ښاغلی سمسور زاتوي، د افغانستان کابینه باید د پوهنې وزارت طرحه تصویب کړي.

د سږ پوهنیز کال پیل کې د کورونا وبا له کبله افغانستان کې ټول ښوونځي او پوهنتونونه وتړل شول. دې بهیر تر اسد/زمري میاشتې دوام وکړ، خو د تېرې سنبلې/وږي میاشتې پر لومړۍ نېټه ټول خصوصي ښوونځي او د دولتي ښوونځیو ۱۱ او ۱۲ ټولګي بېرته پرانیستل شول.

د افغانستان په ډېری سیمو کې ښوونځي د اوړي لومړیو کې پیلېږي.

خو په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان دفتر ویلي چې په دغه هېواد کې د ښوونځیو او پوهنتونو درسونو له پيل سره د کورونا وېروس مثبتو پېښو د شمېر د زیاتوالي په اړه اندېښنه لري. د دغه سازمان مسؤلانو ویلي چې خلک د کورونا وېروس خطر جدي نه ګڼي.

افغانستان کې د کورونا وروستي معلومات

تېره ورځ د افغانستان عامې روغتیا وزارت ویلي وو، د ۹۵ مشکوکو پېښو په ازمویلو سره یې په تېره شپه او ورځ کې ۲۲ مثبتې پېښې ثبت کړې دي.

په دې سره په دې هېواد کې په کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر کابو ۳۹ زرو ته لوړ شوی او ۹۱۹ کسان ترې مړه شوي دي.