اروپايي ټولنې او کاناډا له طالبانو د اوربند غوښتنه وکړه

طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, پاینده څرګند
    • دنده, بي بي سي، لندن
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د افغان سولې لپاره د اروپايي ټولنې او د کاناډا د ماموریت مشرانو پر طالبانو غږ کړی چې د افغانانو او ملګرو ملتونو غوښتنې ته درناوی ولري او له کوم شرط او قید پرته ټول اړخیز او عمومي اوربند وکړي.

دغې ټولنې د سولې غږ کړی چې له اوسني تاریخي چانس استفاده وشي او د افغانانو خپلمنځي خبرې وشي.

د دې ترڅنګ یې د مرستې هوډ بیا څرګند کړی او افغانستان کې یې ولسواکۍ، عدالت، د ښځو او بشري حقونو ته ژمنتیا یې خپل شرطونه بللي دي.

"د افغانستان حق کېږي چې تلپاتې او په عدالت ولاړې او ټول ګډې سولې ته ورسېږي. "

د دوی په اعلامیه کې له ټولو سیاسي ځواکونو غوښتنه شوې چې له تاریخي موقع استفاده وکړي او تر لا ډېر ځنډ وړاندې نېغې خبرې پیل کړي:

"د دې کار لپاره اړینه ده دواړه خواووې خپلمنځي باور رامنځ ته کړي. همدارنګه د ښځو په ګډون د افغان ټولنې ټول پاړکي د سولې بهیر کې شامل شي. "

دې ټولنې د سولې هڅو لپاره ټول ګامونه ستایلي، خو د افغان حکومت له خوا د پنځو زرو بندیانو خوشي کول یې ډېر ستایلي او وايي، دا یې مستقیم مکلفیت نه و چې خوشي یې کړي.

د افغان حکومت غبرګون

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د اروپايي ټولنې او کاناډا د دې اعلامیې هرکلی کوي.

دغه وزارت په اعلامیه کې وايي، د اروپايي ټولنې او کاناډا ماموریت دا اعلامیه د دې خبرو تاریخي چانس په ریښتوني ډول په نښه کوي.

د بهرنیو چارو وزارت زیاتوي، چې افغان حکومت د خبرو له لارې د تاوتریخوالي له منځه وړلو لپاره له دې چانس د ګټې اخیستو پوره هوډ لري:

دغه وزارت د اروپايي ټولنې او کاناډا ماموریت د اوربند غوښتنې په تکرارولو سره وايي:

"افغان حکومت پر طالبانو غږ کوي چې د اوربند هوکړه وکړي او د تاوتریخوالي پر سملاسي کمولو سلا شي."

طالبانو له دې وړاندې د نړیوالې ټولنې او افغان حکومت د دې غوښتنې په ځواب کې ټینګار کړی چې د افغانانو خپلمنځي خبرو کې به پر اوربند پرېکړه وشي.

د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د بندیانو سپارلو لړۍ وروستیو کې پای ته رسېدلې او ټاکلې ده چې قطر کې خپلمنځي خبرې پیل شي.

ویل کېږي تېرو څو ورځو کې د ځینې پرومختیاوو له امله د دې خبرو پیلېدل ځنډېدلي دي.

د اروپايي ټولنې ټینګار

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د اروپايي ټولنې او کاناډا د دریځ هرکلی کوي.

د عکس سرچینه، MFA

د عکس تشریح، د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د اروپايي ټولنې او کاناډا د دریځ هرکلی کوي.

اروپايي ټولنې څو میاشتې مخکې هم افغانستان کې د ولسواکۍ د ارزښتونو د خوندي کولو په شرط د مالي او سیاسي ملاتړ د دوام ترڅنګ ویلي و، د داسې سیاسي روغې جوړې ملاتړ کوي چې پایله یې تلپاتې سوله او پخلاینه ويي.

اوس یې بیا ټینګار کوي چې باید دا سوله هغه لاسته راوړنې وساتي چې تېرو ۱۹ کلونو کې د انساني حقونو او ولسواکۍ برخه کې ترلاسه شوي دي.

اعلامیه کې د ښځو پر حقونو او د خبرو اترو ټولو برخو کې د هغوی په ګډون ټینګار شوی دی.

د اروپايي ټولنې پلاوي د سږنۍ مۍ د دې ټولنې د ۲۷ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې پر هغه پرېکړه تینګار کړی چې له افغانانو سره د تلپاتې سولې لټون کې مرسته کوي او پورتني ارزښتونه به د سیاسي، ډیپلوماټیک او مالي مرستې د دوام لارښود شرطونه وي.

اعلامیه کاږي د طالبانو په ګډون نن په افغانستان کې د سیاسی ځواکونو پرېکړې او کړنې سبا ته د نړیوالې ټولنې پرېکړې او کړنې تعینوي.