ځینو افغان سیاستوالو یوه "حکومتي کړۍ" د سیاسي مخالفینو په ځپلو تورنه کړه، خو ارګ یې ادعا ردوي

د خپرېدو وخت

یو شمیر پخوانیو افغان چارواکو، سیاستوالو، خبریالانو، او مدني فعالانو په یوه لیک کې چې ولسمشر محمد اشرف غني ته یې استولی ادعا کړې چې ولسمشر ته نږدې کسانو یوه ډله جوړه کړې چې د دوی په وینا هدف یې پر حکومت د نیوکه کوونکو غږ بندول دي. خو ارګ دا ادعاوې ردوي او پر حکومت یې سیاسي برید بولي.

په دې لیک کې چې ځینو رسنیو هم خپور کړی ادعا شوې چې د ولسمشر یو مرستیال او د ملي امنیت شورا یو مرستیال په دې ډله کې شامل دي. دوی دغه راز ادعا کړې چې دې ډله کې شامل کسان په مرموزه توګه هڅه کوي د بیان ازادۍ مخه ونیسي.

دا لیک د پخواني لسمشر حامد کرزي د دفتر رئیس عبد الکریم خرم، د مالیې پخواني وزیر عمر زاخیلوال، د پژواک خبري اژانس مشر دانش کړوخیل، د ملي امنیت پخوانی مشر رحمت الله نبیل، پخواني طالب قومندان سید اکبر اغا، د بهرنیو چارو وزارت پخواني مرستیال حکمت خلیل کرزي، آصف اشنا او سیاسي فعال فیض محمد ځلاند لاسلیک کړی دی.

له دې ډلې یوه تن بي بي سي سره خبرو کې ددې لیک کره والی تائید کړی او ویلي یې دي چې په پټه دا لیک ولسمشر غني ته استول شوی، خو په دې خبره ډېر حیران و چې څنګه دا لیک رسنیو ته رسېدلی.

د لیک په یوه برخه کې ولسمشر غني ته ویل شوي:

"له بده مرغه داسې برېښي چې په دې وروستیو کې ستاسې تر زعامت لاندې تاسې ته نږدې د څو مهمو لوړپوړو چارواکو یوه کړۍ فعاله شوې چې مشري یې د جمهوري ریاست او ملي امنیت تر مرستیالانو رسېږي چې موخه یې د تطمیع او تهدید له لارې په مرموزه توګه دا اصل (د بیان ازادي) په داسې حساس وخت کې چې د سولې خبرې په مخ کې لرو او د نظام ټول ملاتړي دفاع باید ترې وکړي، زندۍ کوي ".

دې کسانو په تېرو څو میاشتو کې په افغانستان کې د ځینو فعالانو پر هدفي وژنو هم اندېښنه ښودلې ده او وایي چې دوی ته هم ګواښ پېښ دی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ غبرګون:

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي ځایي رسنیو ته ویلي، په دې لیک کې شوې ادعاوې هېڅ معنا نه لري، او دا پر حکومت یو ډول سیاسي برید دی.

یاده دې وي چې په هغو کسانو کې چې دا لیک یې لاسلیک کړی، ځینې یې د اوسني حکومت سخت مخالفین بلل کېږي.

اصله موضوع له کومه ځایه پیل شوه؟

څو ورخې وړاندې د مالیې پخواني وزیر عمر زاخېلوال پر خپله ټوېټر پاڼه د یوه لیک انځورونه خپاره کړل چې ظاهراً د طالبانو لخوا لیکل شوی او پکې د ده او یو شمېر نورو کسانو په نښه کولو خبره شوې ده.

خو ښاغلی زاخېلوال وایي چې دا لیک طالبانو نه، بلکې په حکومت کې دننه یوې کړۍ لیکلی او غواړي په دې توګه خپل سیاسي مخالفین غلي کړي.

د ځینو رسنیو په وینا طالبانو هم سپیناوی کړی چې دا لیک په دوی پورې اړه نه لري.

همدې وضعیت ځینې دا پخواني چارواکي، سیاسي فعالان او خبریالان اړ ایستلي چې اوس ولسمشر غني ته خبره ور ورسوي، او ورته ووایي چې د حکومتي چارواکو لخوا ګواښل کېږي.

له دې ډلې ځینو کسانو د ملي مصالحې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله او پخواني ولسمشر حامد کرزي سره هم لیدلي او خپله دا اندېښنه یې له هغوی سره هم شریکه کړې ده.

دوی ګواښ کړی چې که کوم زیان ورته ورسیږي نو د دوی په وینا مسؤلیت به یې د ولسمشر غني پر غاړه وي.