پاکستان ولې تر هند یوه ورځ مخکې د خپلواکۍ ورځ لمانځي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, عقیل عباس جعفري
- دنده, تاریخپوه او څېړوونکی، کراچۍ
- د خپرېدو وخت
د پاکستان د خپلواکۍ اویا کاله کېږي خو هر ځل دغه پوښتنه په ذهن کې ګرځي چې هند او پاکستان خو دواړه يو ځای ازاد شوي خو بیا هم ولې پاکستان د اګست پر ۱۴ او هند د همدې میاشتې پر ۱۵ نېټه د خپلواکۍ جشن جوړوي؟ ولې يې په نمانځنه کې يوه ورځ فرق دی؟ په دې لیکنه کې د همدې پوښتنې د ځواب ویلو هڅه شوې.
له مشرانو مو اورېدلي چې پاکستان د روژې پر ۲۷ شپه خپلواکي تر لاسه کړه او د جمعې مبارکه ورځ وه. همدا راز راته ویل شوي چې هغه د ۱۹۴۷ کال د اګست ۱۴ نېټه وه چې له کبله يې موږ له موږ سره یو ځای ازاد شوي ګاونډي هېواد هند نه 'یوه ورځ مشران' یو. خو که د ۱۹۴۷ کال په کليز کې د اګست ۱۴ نېټه وګورو نو ښکاري چې هغه ورځ جمعه نه بلکې پنجشنبې وه او هجري نېټه هم ۲۷ نه بلکې د روژې ۲۶ وه.
که تر دې هاخوا هماغه مهال د پاکستان د پوستخونې ټېکټ وکتل شي نو په هغه کې د پاکستان د خپلواکۍ ورځ ښه په ډاګه د ۱۹۴۷ کال د اګست ۱۵ نېټه لیکل شوې، چې اوس د هند د خپلواکۍ ورځې په توګه یادېږي.
نو دې پایلې ته رسېږو چې د پاکستان د خپلواکۍ ورځ هم ۱۴ نه بلکې د اګست ۱۵ ده خو بیا هم ولې پاکستان د اګست پر ۱۴ نېټه خپلواکي نمانځي؟
پاکستان په اصل کې کله خپلواک شو؟
په دې اړه تر ټولو مهم سند د ۱۹۴۷ کال انډين انډيپېنډېنس اېکټ (Indian Independence Act 1947) په نوم يادېږي چې د برتانیا پارلمان هم ومانه او د دغه هېواد د هغه مهال واکمن جارج شپږم د ۱۹۴۷ کال د جولايي پر ۱۸ نېټه تصویب کړ.
دا قانون د برتانيا حکومت د ()The Transfer of Power یا د واک لېږد په نوم په ۱۹۸۳ کې خپور کړی چې وروسته اردو ته هم ژباړل شوی دی. په دې قانون کې ډېر واضح لیکل شوي دي چې د ۱۹۴۷ کال د اګست پر ۱۵ به په برتانوي هند کې دوه خپلواک هېوادونه رامنځ ته کېږي چې د هند او پاکستان په نوم به یادېږي.
د ماونټ بېټن ستونزه څه وه؟

د عکس سرچینه، Getty Images
ماونټ بېټن د برتانوي هند وروستی وایسرای یا واکدار و چې د پاکستان او هند په وېش کې يې مهم رول لوبولی دی.
د برتانیا حکومت خو اعلان وکړ چې پاکستان او هند دواړه هېوادونه به یو ځای یاني د ۱۹۴۷ کال د اګست پر ۱۵ نېټه د شپې ۱۲ بجې-چې نېټه اوړي- خپلواک کېږي. خو ستونزه دا وه چې لارډ ماونټ بېټن اړ و د ۱۴ او ۱۵ اګست تر منځ شپه باندې نوي ډيلي کې د هند خپلواکي اعلان کړي. ځکه چې هغه باید منتخب یا نوي ټاکل شوي حکومت ته واک لېږدولی او خپله يې د ازاد هندوستان د لومړني ګورنرجنرل په حېث دنده پېل کړې وای.
نو د دې ستونزې حل يې داسې راوویست چې لارډ ماونټ بېټن به د اګست پر ۱۳ کراچۍ ته ځي او د څوارلسم پر سهار به د پاکستان اسمبلۍ یا غونډې ته تر وینا وروسته د واک د لېږد چاره ترسره کوي. هماغلته یاني د ۱۹۴۷ کال د اګست د ۱۴ او ۱۵ نېټې تر منځ شپې باندې به د پاکستان د خپلواکۍ اعلان کوي.
بيخي همداسې وشول. د اګست پر دیارلسمه ښاغلی بېټن کراچۍ ته لاړ، په همدې شپه د کراچۍ د والي په خونه کې د هغه په ویاړ جوړې شوې غونډې ته محمد علي جناح وویل:
'د مشر د روغتیا په هیله، زه ډېر خوشاله یم. دا یو ډير ځانګړی او مهم وخت دی. نن د هند خلکو ته بشپړ واک ورلېږدول کېږي او پر ټاکل شوې ورځ یاني د ۱۹۴۷ کال د اګست پر ۱۵ به د پاکستان او هند په نوم دوه خپلواک هېوادونه رامنځ ته کېږي. د ملک معظم د حکومت له دې پرېکړې سره به هغه مهم هدف تر لاسه شي چې ګډ حکومت يې تمه لرله'.
د وایسرای پيغام او د خپلواکۍ اعلان:
بله ورځ، یاني د ۱۹۴۷ کال د اګست پر ۱۴-چې پنجشنبې وه او د ۱۳۶۶ کال د روژې ۲۶ وه- سهار نهه بجې په کراچۍ کې د پاکستان د رامنځ ته کېدو ځانګړې غونډه پېل شوه.
دا غونډه د سند ایالت د غونډو په اوسنۍ ودانۍ کې جوړه شوې وه او سهار يې مخ کې ګڼ خلک پنډ وو. لږ وروسته د پاکستان نوماند ګورنرجنرل یا د ټولو والي محمد علي جناح له لارډ ماونټ بېټن سره د په یوه ځانګړې بګۍ کې د غونډې تالار ته ورسېد. خلکو يې په چکچکو او نارو هرکلی وکړ.

د عکس سرچینه، Getty Images
هلته د ښار مهم غړي، سیاستوال او د کورنيو او بهرنيو رسنيو ګڼ استازي هم وو. د غونډې د مشر پر څوکۍ محمد علي جناح ناست و او تر څنګ يې لارډ ماونټ بېټن و. غونډه پېل شوه.
تر هر څه مخکې ښاغلي بېټن د برتانیا د پاچا پېغام ولوست او جناح يې مخاطب کړ:
'د برتانیا د ګډحکومت په اډانه کې د یوه نوي ریاست د رامنځ ته کېدو په دې مهم فرصت کې زه تاسې ته د زړه له کومې مبارکي وایم. تاسې چې په څه ډول خپلواکي تر لاسه کړې، هغه د ټولنې نړۍ لپاره یو مثال دی. هیله مې دا ده چې د برتانیا ګډ حکومت ټول غړي به د جمهوري اصولو په لوړاوي کې له تاسې سره مرسته کوي'.
پخپله دې وینا کې لارډ ماونټ بېټن په واضح ډول وویل چې:
'زه نن تاسې ته ستاسې د وایسرای په حېث وینا کوم. سبا به د پاکستان په نوم یو نوی حکومت ولرئ او زه به ستاسې د ګاونډي هېواد هند قانوني مشر شم. سبا به په ګډ حکومت کې دوه نوي خپلواک ریاستونه رامنځ ته شي.'
تر ماونټ بېټن وروسته علي جناح وينا پېل کړه. هغه تر هر څه مخکې د انګلستان د پاچا او وایسرای نه مننه وکړه او ډاډ يې ورکړ چې:
'له ګاونډيانو سره به زموږ د ښو او دوستانه اړیکو لرلو جذبه هېڅ کله کمه نشي او موږ به د ټولې نړۍ ملګري يو'.

د عکس سرچینه، Getty Images
تر غونډې وروسته دوی دواړه لاړل او ماسپښين دوه بجې لارډ ماونټ بېټن نوي ډيلي ته روان شو. هلته ده د شپې ۱۲ بجې د هند د خپلواکۍ له اعلانولو سره د دغه هېواد د ګورنرجنرل واک هم سمبالاوه.
د ښاغلي بېټن د خپلواکۍ د اعلان له مخې د ۱۴ او ۱۵ اګست پر منځنۍ شپه دوولس بجې د نړۍ پر نقشه د پاکستان په نوم یو خپلواک اسلامي هېواد ته رامنځ ته شو.
دا اعلان د پاکستان او هند په رسنیو کې هم خپور شو.
د اګست پر ۱۵ یوه پاکستاني پلاوي د لندن په لینکېسټرهاوس کې برتانوي چارواکو ته د پاکستان بېرغ ورکړ.
په همدې ورځ سهار اته بجې د پاکستان راډيو لاهور څانګې نه تر تلاوت او خبرونو وروسته د محمد علي جناح په غږ کې ثبت شوی انګلیسي پېغام خپور شو، ژباړه:
'تاسې ته په ډېر ویاړ د خوښۍ پېغام درکوم. د اګست ۱۵ د خپلواک پاکستان د رامنځ ته کېدو ورځ ده. دا د یوه مسلمان قوم هدف ته د رسېدو نښه ده چې په تېرو څو کلونو کې يې له کبله لويې قربانۍ ورکړې دي'.
د پاکستان په بېلا بېلو ورځپاڼو او رسنیو کې د علي جناح دا وینا او د پاکستان د جوړېدو اعلانونه د اګست پر ۱۵ نېټه خپاره شول. په همدې ورځ د پاکستان د لومړني ګورنرجنرل په حېث محمد علي جناح لوړه وکړه او په همدې ورځ د لیاقت علي خان په مشرۍ د پاکستان د لومړنۍ کابينې غړو هم لوړه وکړه.
له دغو ټولو سندونو او شواهدو دا ثابتېږي چې پاکستان د ۱۹۴۷ کال د اګست پر ۱۴ نه بلکې پر ۱۵ يې رامنځ ته شوی.
نو ولې د ۱۵ پر ځای ۱۴؟

د عکس سرچینه، Getty Images
موږ د دې پوښتنې د ځوابولو لپاره د پاکستان د ملي ارشيف او په اسلام اباد کې د کېبېنټ ډويژن دروازه وټکوله. هلته مو د دې مرکز مشر قمرالزمان سره وکتل. هغه موږ ته ځينې داسې پټ اسناد راکړل چې له اوږدې مودې راهیسې د خلکو له سترګو پنا ساتل شوي وو خو اوس يې عامو خلکو ته هم د ورښودلو اجازه وه.
هلته د ساتل شویو اسنادو تر لوستلو وروسته راته په ډاګه شوه چې د ۱۹۴۸ کال د جون پر ۲۹، د سې شنبې په ورځ په کراچۍ کې د لومړي وزیر لیاقت علي خان په مشرۍ د کابينې غونډه وشوه. په هغه غونډه کې د پاکستان د بهرنيو چارو، اړیکو، قانون، کډوالۍ او رغونې، خوړو، کرنې او روغیتا، د کورنيو چارو او د اطلاعاتو او خپرونو وزیرانو ګډون کړی و.
په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د پاکستان د خپلواکۍ ورځې جشن دې د ۱۹۴۸ د اګست د ۱۵ پر ځای پر ۱۴ نېټه ونمانځل شي.
لومړي وزیر لیاقت علي کابينې ته ویلي وو چې دا پرېکړه وروستۍ نه ده خو علي جناح سره تر مشورې او د هغه له منښتې وروسته به نهايي شي.
په هغه سند کې دا نه دي لیکل شوي چې د دغه بدلون غوښتونکی او ورته هڅوونکی کس څوک و او ولې يې داسې غوښتل؟ او پر نورو د دې خبرې د منلو لپاره يې څه دلیلونه وړاندې کړي وو خو د سند په پای کې لیکل شوي چې 'قایداعظم دا وړاندیز منلی دی'.
د دغه سند په نورو پاڼو کې د کابينې د منشي عثمان علي له لاسليک سره لیکل شوي چې هغه ته لارښوونه شوې وه چې دی به د لومړي وزیر په مشرۍ د ۱۹۴۸ کال د جون پر ۲۹ نېټه د کابينې له غونډې او پرېکړې ټول وزیران او اړوند چارواکي خبروي.
په دې دوسیه کې یو بل امر هم شته چې شمېره يې ۴۸/۲/۱۵ ده او د ۱۹۴۸ کال د جولايي پر ۱۳ نېټه خپور شوی. پر دغه حکم د پاکستان د مرستیال وزیر احمدعلي لاسلیک شوی دی او پکې لیکل شوي چې، په هېواد کې به د خپلواکۍ جشن د ۱۹۴۸ کال د اګست پر ۱۴ نېټه نمانځل کېږي. په دې ورځ به ټول هېواد کې رخصتي وي او پر ټولو دولتي او ملکي ودانیو به ملي بېرغ ټومبل کېږي.

د عکس سرچینه، PAKISTAN HERALD PUBLICATIONS/DAWN MEDIA GROUP
او دې ته ورته په یوه بل حکم کې د پاکستان د هغه مهال د کورنیو چارو مرستیال وزیر خان بهادر سید احمد علي د کابينې له مرستیال شجاعت عثمان علي وضاحت غوښتی او ورته لیکلي يې دي چې، 'ګرانه احمد علي، څو ورځې مخکې دې د کابينې د پرېکړې له مخې ویلي وو چې د پاکستان د خپلواکۍ ورځ به د اګست پر څوارلسمه نمانځل کېږي. دا پرېکړه یوازې د سږکال لپاره ده او که د تل لپاره؟ زه په ډاګه درته وایم چې یوازې سږ نه بلکې د تل لپاره دې دا جشن د اګست پر څوارلسمه نېټه جوړ شي. زه ډاډه یم چې تاسې به ټول اړوند کسان پر دې پرېکړې خبر کړئ'.
د کابینې دا پرېکړه پلې شوه او په ټول پاکستان کې د ۱۹۴۸ کال د خپلواکۍ جشن د اګست پر څوارلسمه نېټه جوړ او دا ورځ ونمانځل شوه.
له هماغې ورځې د پاکستان د خپلواکۍ ورځ د اګست د ۱۵ پر ځای پر ۱۴ نېټه دود شوه.
موږ ډاډه یو چې زموږ له دې څېړنې وروسته به هم په دولتي کچه د پاکستان د خپلواکۍ ورځ بدله نشي او نه به زموږ دا لیکنه کومه اغېزه وکړي خو له دې حقيقته هم سترګې نشي پټېدلی او نه يې هم څوک دروغ کولی شي چې پاکستان د اګست پر څوارلسمه نه بلکې پر پنځلسمه ازاد شوی او موږ په دې کار د هېواد تاریخ بدل کړی دی.




















