هغه پېغله چې په کلاشینکوف 'له طالبانو سره وجنګېده'

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA
د افغانستان د مرکزي ولایت غور د تیوره ولسوالۍ د یوې نجلۍ انځورونه له وړمې ورځې راهیسې خواله رسنیو کې لاس په لاس کېږي.
د رپوټونو له مخې کله چې طالبانو د دې پېغلې په کور برید وکړ او مور او پلار یې ترې ووژل، نو دا پېغله د دې ډلې له وسلوالو سره ښکېله شوه.
د غور د والي دفتر هم دا رپوټونه مني او خبرپاڼه کې وايي:"دې پېغلې او کوچني ورور یې د تیوره ولسوالۍ په ګریوه کلي کې په مېړانه طالبانو ته ماتې ور کړه. "
د والي د دفتر خبرپاڼه وايي، طالبانو د چنګاښ پر ۲۶ د تیوره ولسوالۍ پر ګرېوه کلي برید سره د یوې ښځې په ګډون درې کسان ووژل.
ویل کېږي دوه وژل شوي کسان محلي پولیس و.
د والي د دفتر په خبره، د طالبانو له دې برید وروسته دې پېغلې او کوچني ورور یې ټوپک ته لاس کړ، له طالبانو سره وجنګېدل، دې ډلې ته یې مرګ ژوبله واړوله او له سیمې یې و اېستل.
د والي دفتر دا هم وايي، چې د نښتې ځای کې د دوو طالبانو مړي هم پاتې وو.
د خواله رسنیو ځینې کارنو دا پېغله "اتله" بللې او ان د هغې نقاشي انځورونه یې هم خپاره کړي دي.
د تیوره ولسوال محمد رفیق وايي، دا نجلۍ او ورور یې امن سیمې ته لېږدول شوي او اوس دوی له خطر سره مخ نه دي.
تیوره د غور یوه ناامنه ولسوالي ده او څو ځلې د طالبانو او حکومت ترمنځ لاس په لاس شوې ده.

د عکس سرچینه، NABI SAQI
پر ۱۳۹۶ کال د تیوره مرکز ته د طالبانو ننوتلو سره چارواکو وویل، دا ډله د دې سیمې روغتون ته ننوته او پر ځینې ټپیانو او کارمنانو یې ډزې وکړې، چې له امله یې ۳۵ ناروغان او ډاکټران ووژل شول.
چارواکي دا هم وايي، چې اوس د تیوره ولسوالۍ ګرېوه کلی د طالبانو واک کې دی.
د غور پر ځینې سیمو د حکومت د واک نشتوالي له امله نامسؤل وسلوال هم ډېر شوي دي.
د غور یو مدني فعال له نوم ښودلو پرته وايي، ممکن شخصي دوښمنۍ هم د دې کار سبب وي.
طالبانو تراوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.




















