دوحه کې "د راتلونکي افغانستان خبرو" ته ۴۵ سیاسي او مدني فعالان بلل شوي

برکات

د عکس سرچینه، @BARAKAT_SULTAN

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د دوحې انستیتیوت د جنجال او بشردوستانه څېړنو د مرکز مشر سلطان برکات د افغانستان د ۴۵ مدني او سیاسی فعالانو نومونه خپاره کړي چې یوې "نارسمي ناستې" ته یې ور بللي دي.

دا ناسته نږدې راتلونکي کې د قطر پلازمېنه دوحه کې جوړېږي.

ښاغلي برکات خپل ټوېټر کې لیکلي، دا کسان "د افغانستان راتلونکي فکري ناسته" په نوم غونډې ته بلل شوي دي.

دې نوملړ کې د افغان سیاستوالو، پخوانیو چارواکو او د ولسي جرګې د غړو او فعالو مېرمنو نومونه دي.

د ښاغلي برکات په خبره، دا کسان "روڼ اندي افغانان، با نفوذه او شخصیتونه" دي او د هغو مهمو خبرو لپاره بلل شوي چې افغانستان د امریکا او طالبانو د دوحې تړون له لاسلیک وروسته ور سره مخ دی.

د نوموړي په خبره، دې ناسته کې له طالبانو سره له تړون وروسته د حکومت راتلونکی، راتلونکي افغانستان کې د ښځو حقونه او پر نورو ټولنیزو او اقتصادي مسلو بحث کېږي.

دوحه

د عکس سرچینه، BARAKAT_SULTAN

د عکس تشریح، ښايي د طالبانو د قطر استازي هم دې ناسته کې ګډون وکړي.

ښاغلی برکات ټینګار کوي چې دا ناسته "د خبرو چاپېریال" نه دی، بلکې پر تخنیکي برخو، د نظریو د تشریح او شنلو پر بنسټیزو اړخونو تمرکز لري.

هغه زیاتوي چې دې ناسته کې د ګډونوالو د رغند ګډون اساسي موخه افغانستان کې د تلپاتې سولې لار نقشې لپاره د نظریو تعامل دی.

افغان حکومت او د پخلاینې سترې شورا په دې تړاو څه نه دي ویلي.

ښايي دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر استازي هم دې غونډه کې ګډون وکړي لکه تېر کال یې چې قطر کې هم په ورته خبرو کې ګډون درلود.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته وویل، تراوسه دا مسله ور سره شریکه شوې نه ده، کله چې شریکه شوه بیا پرېکړه کوي.

سلطان برکات څوک دی؟

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

سلطان برکات د قطر په دوحه انستیتیوت کې فلسطینی توکمه استاد دی. د برتانیا د یورک پوهنتون د سیاست پوهنځي افتخاري استاد هم دی او د جنجال او انساندوستانه مطالعې برخه کې یې کتابونه لیکلي دي.

ښاغلي برکات پر ۲۰۱۶ کال په دوحه کې د جنجال او بشردوستانه مطالعو مرکز جوړ کړ او یورک پوهنتون کې یې هم له جګړې وروسته پراختیا او رغونه څانګه جوړه کړه.

له هغه مخکې نوموړی یو څه مهال په بروکېنګز بنسټ کې څېړونکی و.

له طالبانو سره د سولې خبرو کې د افغانانو خپلمنځي خبرو د اسانچاري په توګه د نوموړي نوم د ژبو په سر شو.

تېر کال ټاکلې وه چې طالبان له ځینې افغان سیاستوالو، قومي مشرانو او مدني ټولنې غړو سره د اپرېل پر ۲۰ او ۲۱ دوحه کې خبرې وکړي، خو د افغان حکومت او د ګډونوالو پر شمېر او جوړښت د طالبانو د مخالفت له امله ناسته ونه شوه.

سوله

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د دوحې ناسته کې د افغانانو خپلمنځي خبرو کې د ښځو ونډه ډېره وه.

د دې مرکز مشر وايي، هڅه کوي چې د دې ستونزو حلولو سره دا ناسته ژر وشي.

ښاغلي برکات همغو ورځو کې هم بي بي سي ته وویل، بې باوري په لوړه کچه ده. یواځې د طالبانو او حکومت نه بلکې کابل او له افغانستان بهر هم د ډېرو ترمنځ لوی واټن شته.

هغه زیاته کړه، "زموږ مسوولیت دا دی چې دا واټن کم کړو".