د جوزجان چارواکي: طالبانو ۱۲ افغان پوځیان وژلي دي

پوځ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د جوزجان ولایتي چارواکي وایي چې طالبانو د افغان پوځ ۱۲ سرتېري وژلي دي
د خپرېدو وخت

د افغانستان شمال ته په جوزجان کې ځايي چارواکي وايي، نن د چارشنبې په ورځ د طالبانو په ډله ییز برید کې ۱۲ سرتیري وژل شوي دي. د دې ولایت ویاند معروف اذر بي بي سي ته وویل وسله والو طالبانو د بالاحصار ولسوالۍ اقچه سیمه کې سهار ځايي وخت نږدې درې بجې پر یوه امنیتي پوسته برید وکړ.

د هغه په خبره، وسلوالو دې برید کې د ۱۲ سرتېرو پر وژلو سربېره ۵ سرتیري ټپیان کړل او څلور یې یې له ځان سره یووړل:

"د بالاحصار په پوسته کې ۵ امنیتي سرتیري ژوندي و چې له طالبانو سره یې مقاومت وکړ او د دې ډلې پنځه غړي یې ووژل".

د نوموړي په خبره، په دې وژلو شویو کې د احمدالله په نوم د طالبانو د سرې قطعې کلیدي غړی-چې د کندوز ولایت و- هم دی او مړی یې سرې میاشتې کندوز ته ولیږداوه.

دی وايي، دې نښته کې یې ۱۰ طالبان ټپیان کړي هم دي.

خو په ورته وخت کې دفاع وزارت په خپله اعلامیه کې ویلي د جوزجان ولایت په اقچه سیمه کې طالبانو سره نښته کې د ملي اردو شپږ سرتیري وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دی.

جوزجان

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته وویل، افغان ځواکونو له دې سیمې پر طالبانو د عملیاتو پلان درلود، خو دوی وار ړومبی کړ او شاوخوا ۴۹ سرتیرو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

نوموړی وايي، دې نښته کې د دې ډلې دوه وسلوال وژل شوي دي.

غزني کې د ماشومانو مرګ ژوبله

ذبیح الله مجاهد دا خبره هم ردوي چې د غزني ولایت په ده یک ولسوالۍ کې د دې ډلې هوان مرمۍ ۷ ماشومانو ته مرګ وژبله اړولې ده.

ښاغلی مجاهد وايي، ماشومانو دا مرمۍ موندلې وه او لوبې یې ور سره کولې چې پرې وچاوده.

طالبان وايي، دې پېښه کې څلور ماشومان وژل شوي او دوه ټپیان دي، خو حکومت وايي، څلور ماشومان وژل شوي او درې ټپیان دي.