افغان چارواکي: طالبانو دوو اونیو کې ۸۹ ملکیان وژلي، خو طالبان یې پروپاګند ګڼي

د عکس سرچینه، Getty Images
افغان چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو په تېرو دوو اوونیو کې ۸۹ ولسي وګړي وژلي او ۱۵۰ نور یې ټپیان کړي، وسله والو طالبانو د افغان حکومت دا ادعا رد کړې او ویلې یې دي چې د دوی په بریدونو کې هره ورځ ملکیان په نښه کیږي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل نن د شنبې په ورځ (د جون ۱۳/د غبرګولي ۲۴مه) رسنیو ته ویلي، طالبانو د تېرو دوو اوونیو په اوږدو کې هم د تېر په څېر د افغانانو خلاف تاوتریخوالي ته دوام ورکړی: "د سړک د غاړې په بمي چاودنو او هدفي بریدونو کې ډېر شمېر ملکي افغانان وژل شوي چې زیات شمیر یې په کندهار، کابل او سرپل ولایتونو کې دي."
دا ملکي مرګ ژوبله په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د سولې په هڅو کې تر پخوا پرمختګونه ډېر شوي.
وسله وال طالبان د افغان حکومت دا ادعا پروپاګند ګڼي.
د یادې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته وویل، دوی په هېڅ ځای کې ملکيان تر هدف لاندې نه نیسي او نه هم داسې څه پيښ شوي. دی ادعا کوي چې د افغان حکومت په بریدونو کې هره ورځ ملکیانو ته زیان اوړي.
لوګر کې د څلورو کسانو وژنه
په ورته وخت کې تېره شپه هم د لوګر ولایت مرکز اړوند التمور سیمه کې نامالومو وسله وال یو کور ته اوښتي او د هغه کور څلور غړي یې وژلي او دوه تنه نور یې ټپیان کړي.
د لوګر پولیسو ویاند شاپور احمدزی وایي، په وژل شویو کې د دې کورنۍ مور او درې لوڼي شاملې دي او ټپیانو کې د یادې کورنۍ یوه لور او ځوان زوی شامل دی.

ښاغلی احمدزی وايي، د یادې پېښې په اړه پوښتنې ګروېږنې روانې دي.
خوست کې د حزب اسلامي پر غړو برید
خوست کې هم تېره شپه د حزب اسلامي ګوند د ولایتي مسؤل په ګډون د دې ګوند اته تنه وژل شوي دي.
د خوست د امنیه قومندانۍ ویاند عادل حیدر وایي، تېره شپه دا پېښه شاوخوا نهه نیمې بجې د دې ولایت د علیشېرو او تریزیو ولسوالۍ اړوند کلینک ته څېرمه سیمه کې شوي.
ځايي پولیس وايي، یاد برید کې د حزب اسلامي ولایتي مسول "عبدالوالي اخلاص" په شمول اته کسان وژل شوي او یو ژوبل دی.
د سیمې خلک وایي، لار کې وسله والو د عبدل ولي او ملګرو لپاره کمین نیولی و.
کومې وسلوالې ډلې تر اوسه د دې برید مسئولیت نه دی منلی.




















