د ګبین پلورونکې نجلۍ په ځورولو تورن پولیس ونیول شو

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA
د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي، کابل ښار کې د ګبین (شات/ عسل) پلورونکې نجلۍ په ځورولو تورن پولیس یې ونیو. د سې شنبې په ورځ خواله رسنیو کې د داسې نجلۍ ویډیو خپره شوه چې د کابل سړکونو کې ګبین پلوري.
معصومه د برېښنا انجینرۍ پوهنځي زدکوونکې ده او اوس د ترور کور کې اوسېږي.
په دایکندي کې د خپل پلار د مچیو ګبین په کابل کې پلوري او له دې لارې له پلار سره د خپلې ۹ کسیزې کورنۍ په اړتیا پوره کولو کې مرسته کوي.
نوموړې ویډیو کې وايي، چې په سړک کې ځورول کېږي:
"هلکان مې ځوروي، پولیس مې ډېره ځوروي، یو پولیس هره ورځ راځي او راته وايي، شمېره دې را کړه او که نه بیا دې نوم بدوم او دسیسه درته جوړم... ورته ومې ویل ته پولیس یې، باید ما وساتې او که تا ووېنم او وډاره شم، نو دا بیا څه؟"
دا زیاتوي چې بیا بیا یې له پولیس سره خوله وهلې، خو بیا هم هغه د دې له ځورولو لاس نه دی اخیستی.
معصومه زیاتوي کار به کوي او څوک به نه پرېږدي چې لوبتکه یا د لاس اله یې شي.

د عکس سرچینه، MOI
دې ویډو خواله رسنیو کې ډېر غبرګون درلود، ډېرو یې ملاتړ وکړ او ویل یې چې بیا بیا ځینې پولیسو دا چلن کړی او باید تعقیب شي.
د دې ویډیو له خپرېدو څه وخت وروسته د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاندې مروه امیني وویل، پولیس به دا قضیه په جدي ډول وڅاري.
وروسته کورنیو چارو وزارت د تورن پولیس د نیولو خبره وکړه
د دې وزارت اعلامیه کې راغلي: "کورنیو چارو وزارت ټولو وګړو ته ډاډ ور کوي چې د پولیسو چلن او چارې تل څارل کېږي او له دا ډول پېښې نه شو زغملی".


















