کورونا وېروس؛ کابل ښار د ګڼې ګوڼې له امله ناورین ته نژدې شوی
په داسې حال کې چې افغانستان کې تېرو ۲۴ ګړیو کې د کورونا وېروس ۲۶۲ تازه پېښې ثبت شوې، د کابل د روغتیا رییس خبرداری ورکړی، چې دا ښار ناورین ته نژدې شوی دی.
خوشحال نبي زاده وايي، د محدودیتونو نه مراعاتولو وضعیت لا ډېر کړکېچن کړی دی. نوموړي خبرداری ورکړ، که کابل ښار کې د خلکو ګڼه ګوڼه همداسې دوام وکړي، روغتیاپالان به د کورونا ناروغانو د پالنې وړتیا ونه لري.
د اختر په رانژدې کېدو، د کابل بازارونو ته د پېر لپاره یو ځل بیا خلک رامات شوي دي.
ښاغلی نبي زاده وايي، د قرنطین په لومړیو ورځو کې یې ګرځنده روغتیايي ټیمونه د کابل ښار هرې څنډې ته په یوه ساعت کې رسېدلی شوای، چې مشکوکې پېښې وڅېړي، خو د اوسنۍ ګڼې ګوڼې له امله له ۵ تر ۷ ساعتونو یوه نمونه نه شي ترلاسه کولی.
دی وايي، د افغان جاپان ۵۰ بستریز روغتون ډک شوی او نورو ناروغانو منلو ته ځای نه لري او یو شمېر د روغتونونو کارکوونکو چې د کورونا د وېروس نښې یې درلودې اوس قرنطین شوي او د ناروغانو د درملنې لپاره روغتیايي کارمن کم شوي دي.
ښاغلی نبي زاده زیاتوي، "که وضعیت دا ډول دوام ومومي، تر راتلونکو دوو اونیو به هېڅ ډاکټر ونه مومئ چې د ناروغانو درملنه وکړي."
د عامې روغتیا د وزارت په وینا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په پلازمینه کابل کې د کوویډ-۱۹ د وبا ۱۹۱ مشکوکو پېښو له ډلې یوازې ۶۰ یې مثبت دي چې په دې سره په ټول کابل کې د کورونا وېروس د مثبتو پېښو شمېره ۱۹۰۴ ته لوړه شوه.

د عکس سرچینه، .
دا وزارت وايي په کابل کې ددې ناروغۍ له امله ۲۵ تنه مړه شوي دي.
هاخوا د روڼتیا د څار بنسټ وايي، افغانستان دولت باید د کوېډ-۱۹ پر وړاندې د مبارزې لپاره د روغتیايي اسانتیاوو چټکو اړتیاوو ته پام وکړي.
د دې بنسټ نوې څېړنه ښيي چې افغان روغتیايي سیستم د عملیاتي او مراقبتي ننګونو، د پرسونل کمزوري مدیریت او د عامې روغتیا وزارت له خوا د ناکاره څار سره مخ دی.
د روڼتیا څار اجراییوي رئیس سید اکرام افضلي وویل: "د افغانستان په روغتیايي سکتور کې ځینې پرمختګونه شته، لکه دا چې د ټولو روغتیايي مرکزونو د پرانیستي حالت خبر ورکړل شوی دی. خو د روغتیايي خدماتو کیفیت د لږو منابعو او کمزوري څار له امله زیانمن کېدو باندې خواشيني یو."
























