کورونا وېروس: د امریکا اقتصاد ته لسو کالو کې تر ټولو ستره ضربه؛ او د نورې نړۍ حال

د خپرېدو وخت

د امریکا اقتصاد د روان کال لومړیو ۳ میاشتو کې د کورونا وېروس مخنیوي اقداماتو له کبله د تېرو لسو کلونو موده کې د حجم له پلوه تر ټولو ستر کموالي سره مخامخ شوی دی. هغه رسمي شمېرې چې د چارشنبې پر ورځ خپرې شوې ښيي چې د نړۍ دغه تر ټولو پیاوړي اقتصاد کې څلور اعشاریه اته سلنه کلنی کموالی راغلی دی.

خو ویل کېږي چې دغه شمېرې بشپړ بحران نه څرګندوي، ځکه تر مارچ پورې ځینې محدودیتونه نه و لګول شوي.

د تایید شویو شمېرو له مخې د امریکا متحدو ایالتونو کې د کورونا وېروس ناروغانو شمېر یو میلیون کسانو ته رسېدلی، چې د نړۍ ټولتال ناروغانو درېيمه برخه جوړوي.

په دغه هېواد کې له ۵۸۰۰۰ ډېر کسان د کوویډ - ۱۹ ناروغۍ له کبله مړه شوي، چې دغه شمېره د ویتنام په دوې لسیزې جګړه کې له وژل شویو کسانو هم ډېره ده.

په داسې حال کې چې امریکا او جرمني دواړو د اقتصادي مخ پر ځوړ حالت خبره کړي، ملګرو ملتونو ویلي، د نړۍ په کچه په ځانګړې توګه په غیر رسمي اقتصادي ډګر کې یو اعشاریه پنځه میلیارده کارکوونکي د ورځني ژوند چارو د ګډوډۍ له خطر سره مخامخ دي.

په نورې نړۍ کې وروستی وضعیت:

برتانوي چارواکي وايي، په هېواد کې د کورونا وېروس له کبله د ټولټال مړینو شمېر ۲۶۰۰۰ کسانو ته رسېدلی دی.

د بریتانیا حکومت لومړی ځل هغه د کسان هم دې لېست کې شامل کړي چې د پالنځیونو کې د کورونا وېروس له کبله مړه شوي.‌

د دغه هېواد حکومت ژمنه کړې، چې تر راتلونکو پنځو کلونو پورې د کوویډ - ۱۹ وېروس مخنیوي واکسین چمتو کولو په نړیوالو هڅو کې به یو نیم میلیارده پاونډ مرسته کوي.

د محدودیتونو نرمېدل:

د فرانسې او جرمني په ګډون یو شمېر اروپایي هېوادونو بیا د لګېدلیو محددویتونو د کمولو لپاره په کار بوخت دي.

د چارشنبې پر ورځ د پاریس د اورګاډو او بسونو تمځایونو کې کابو نیم میلیون ماسکونه پر خلکو وویشل شول. ځکه حکومت غواړي چې له راتلونکې اوونۍ پر سفر بندیز نرم کړي.

د اروپا ګڼ مشران غواړي چې هېوادونه یې اقتصادي فعالیت بېرته پیل کړي، خو د خلکو د ازاد تګ راتګ موضوع لا هم جنجالي ده.

د جرمني حکومت خبرداری ورکړی چې د جون میاشتې تر څوارلسمې نېټې باید له نړیوالو سفرونو ډډه وشي.

بل لور ته نوبل جایزه ګټونکي جاپاني ساینسپوه هغه ګنګوسې دروغ بللې، چې ګواکې ده ویلي وو چې کورونا وېروس د چین ووهان ښار په یوه لابراتوار کې انسانانو چمتو کړی.

د دغه مشهور ساینسپوه تاڅوکو هونجو په نامه دروغ ګنګوسې د خواله رسنیو له لارې په بېلا بېلو ژبو لاس پر لاس کېږي.

پروفیسر هونجو ته ۲۰۱۸ کال کې د فزیکس یا مدیسن برخه کې نوبل جایزه ورکړل شوې. د نوموړي له لوري کوهوتو پوهنتون یوه اعلامیه کې ویلي، د ده په نامه د دروغو ګنګوسو خپرېدو خورا خواشینی کړی دی.

او د چین پارلمان ویلي چې راتلونکې میاشت کې به بیا غونډه کوي. چارواکي وایي، دا په دې مانا ده چې چین کې د کورونا وېروس اوس تر کنترول لاندې دی.