امریکا: ایراني کښتیو د امریکايي بېړیو پر وړاندې پاروونکی عمل کړی

د عکس سرچینه، USNAVY
د امریکا سمندري ځواک پر ایران تور لګولی چې د خلیج په نړیوالو اوبو کې د دغه هېواد وړې کښتۍ "په خطرناکه او پاروونکې" توګه د دوی جنګي بیړیو ته نږدې شوې دي.
د امریکا پوځ یوه بیان کې ویلي چې پرون ( چارشنبه د اپریل ۱۵ ) د ایران ۱۱ کښتۍ هغو جنګي امریکايي بیړیو ته نږدې شوې دي چې په خلیج کې په پوځي مانورو کې برخه لري.
د امریکا سمندري پوځ وايي ان یو ځل یوه کښتۍ د دوی یوې بیړۍ ته لس متره او یوې بلې بیړۍ ته ۴۵ متره را نږدې شوه.
امریکا په دې بیان کې ویلي چې د دوی پوځ د دا ډول کړنو په وړاندې له ځانه دفاع خپل حق بولي.
په دې بیان کې وړاندې ویل شوي چې د ایران کښتۍ په ډېره چټکتیا امریکایۍ بیړیو ته نږدې شوې دي. د امریکا پوځ پر تهران له نړیوالو اصولو د سرغړونې تور لګولی دی.
ایراني چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.
امریکایي لوری وايي دې ایراني کښتیو ته یې څو خله خبر داری ورکړ خو دا کښتۍ بیا هم شاوخوا یو ساعت د دوی بېړیو ته نږدې پاتې شوې.
د امریکا او ایران ترمنځ ترېنګلتیا وروسته له هغه پراخه شوه چې د روان کال په لومړیو کې د امریکا په یوه هوايي برید کې د ایران د قدس ځواک مشر جنرال قاسم سلیماني ووژل شو. دا برید د عراق پلازمینې بغداد په هوايي ډګر کې وشو.
د دې برید په غبرګون کې ایران په ګاونډي هېواد عراق کې پر عین الاسد پوځي اډه راکټي برید وکړ. دې اډه کې امریکايي ځواکونه مېشت دي خو په دې راکټي برید کې امریکايي ځواکونو ته د سر زیان وانه وښت.
د ایران او امریکا ترمنځ د روانې ترېنګلتیا لړ کې څو ورځې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وویل چې ایران او د دوی اړوند ډلې په عراق کې پر امریکايي موخو د بریدونو پلان جوړ کړی.
ښاغلي ټرمپ خبرداری ورکړ که داسې څه وشي نو دوی به (ډېره لوړه بیه )پرې کړي.


















