تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اسیا پرمختیايي بانک د افغانستان سږنۍ اقتصادي وده درې سلنه اټکلوي
- Author, عبدالله الهام
- دنده, بي بي سي کابل
- د خپرېدو وخت
د اسيا پرمختيايي بانک په خپل تازه رپوټ کې په ۲۰۲۰ کال کې د افغانستان اقتصادي وده درې سلنه اټکل کړه. دغه بانک د افغانستان پر اقتصادي حالت د سیاسي بې ثباتۍ او د کوروناویروس د خپرېدو د سخت اغېز اټکل هم کړی.
دغې ادارې په خپل تازه راپور کې ویلي افغان حکومت باید پر بهرنیو مرستو تکيا کمه کړي او د ځان بساینې په لور د ګام اوچتولو په خاطر خپل کورني عواید هم ډېر کړي.
د اسیا پرمختيايي بانک رپوټ په داسې مهال خپرېږي چې د افغانستان سیاسي حالت له بې باورۍ سره مخ دی او د عوایدو کچه يې هم د کوروناویروس د خپرېدو له امله د ګڼو پولو او هوايي ډګرونو د تړل کېدو په خاطر په ځوړ ده.
د اسيا د پرمختيايي بانک تازه راپور وايي دا حالت به د افغانستان پر اقتصادي حالت اغېز وکړي او اقتصادي وده به يې د تېر کال په څېر درې (۳) سلنه پاتې شي.
د دغې ادارې رپوټ وايي د افغانیو د ارزښت له ټيټېدو او د خوراکتوکو د بیو له لوړېدو سره اقتصادي تورم په ۲۰۱۸ کال کې له ۰.۶ څخه په ۲۰۱۹ کال کې ۲.۳ سلنې ته لوړ شوی او د صنعت ۷.۶ سلنه بې مخينې وده هم له ولسمشرۍ ټاکنو د راوروسته بې ثباتۍ له امله له ځوړ سره مخ ده.
اسيايي پرمختيايي بانک وايي تاوتريخوالی د خصوصي پانګې د کمېدو لامل شو او پر پرمختيايي پروژو پانګونه هم کمه شوه چې دې چارې عمومي تقاضا هم کمه کړې.
دغه اداره وايي د ټاکنو پر مهال د مالیو په راټولېدو کې له کموالي سره سره کورني عواید له ۱۳.۳ سلنې په ۲۰۱۹ کال کې ۱۳.۸ سلنې ته لوړ شوي.
د اسيا پراختيايي بانک وايي سره له دې چې افغانستان د عوایدو د راټولولو په سیستم کې پام وړ پرمختګ کړی خو لا هم د کورنیو عوایدو د راټولولو چټکېدل مهمه اړتیا ده.
دغه اداره په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان اقتصادي وده څلور سلنه اټکلوي خو وايي دا له سیاسي او امنيتي ثبات سره تړلې چې د مصرفوونکو باور ډېرولی شي او د کاروبارونو د غوړېدو او د خصوصي پانګو د جذبېدو لامل کېږي.
د اسیا پرمختيايي بانک ويلي د سږ کال په پای کې به شمېرې بیا وګوري او د کوروناویروس د خپرېدو په ګډون به د حالاتو اغېز په بل راپور کې خپور کړي.
په افغانستان کې د اسيايي پرمختيايي بانک مشر نارندرا سينګرو ويلي د کورني عاید لوړېدل له افغانستان سره مرسته کولی شي چې د عامه لګښتونو په تمویل کې پر ځان بسیا شي او پر بهرنیو مرستو يې تکیه کمه شي.
ښاغلي سنګرو ویلي هیله لري چې یو بریالی سیاسي جوړجاړی او د سولې تأمینېدل به افغانستان ته د فرصتونو نوې کړکۍ پرانیځي او د ټولنیز اقتصاد پراختيا ته به لاره جوړه کړي.