اشرف غني خپل ځینې واکونه امرالله صالح ته وسپاره

د خپرېدو وخت

افغان ولسمشر محمد اشرف غني کډوالو او کورنیو بې ځایه شویو ته د ځمکې وېشلو او له ملګرو ملتونو، نادولتي ادارو او مدني ټولنې سره د چارو همغږي کولو واک خپل لومړي مرستیال امرالله صالح ته وسپاره.

د افغانستان د اساسي قانون له مخې که ولسمشر نه وي، لومړی مرستیال یې ځایناستی وي او واک یې هم د ولسمشر له خوا مشخص کېږي.

د دغه فرمان له مخې- چې کاپي یې په خواله رسنیو کې خپره شوې- "د حکومت د چارو د اغېزناک او سم مدیریت او سمون را وستلو" لپاره دا واک ښاغلی صالح ته سپارل کېږي.

د دې فرمان دریمه ماده وايي: لومړی مرستیال ولسمشر د خپلو کارونو د څرنګوالي په هکله ولسمشر ته ځوابغاړی دی او د کابینې غونډو ته رپوټ ور کوي.

د ولسمشر غني لوی سلاکار وحید عمر له بي بي سي سره خبرو کې ومنله چې دا فرمان لاسلیک شوی، خو لا هم رسمي خپور شوی نه دی.

له بلې خوا ارګ په یوه ټوېټ کې د خواله رسنیو د ځینې کارنو دا ګنګوسې هم رد کړې دي چې د لومړي مرستیال امرالله صالح واک محدود شوی دی:

"ولسمشر غني د ولسمشرۍ د لومړي مرستیال د واک په خوندي ساتلو سره په یوه فرمان کې نوموړي ته یوه برخه ځانګړی واک هم سپارلی دی. خواله رسنیو کې دا ګنګوسې بې بنسټه دي چې د نوموړي واک محدود شوی دی".

ښاغلی صالح د ملي امنیت لوی ریاست مشر تېر شوی او د افغانستان په امنیتي برخه کې یوه وتلې څېره بلل کېږي.

د خواله رسنیو ځینې افغان کارنو دې خبر ته غبرګون ښودلی او ښاغلي صالح ته د امنیتي واک نه سپارل یې د نوموړي "له پامه غورځول" بللي دي.

د ولسمشر غني او جنرال دوستم-چې تېر حکومت کې یې لومړی مرستیال و- ترمنځ د اختلاف ډېرېدو پسې د ښاغلي غني او امرالله صالح اړیکي د رسنیو او شنونکو پام خپل کړ.