کابل کې نامالومو وسله والو ۹ نشه یان وژلي دي

د عکس سرچینه، Getty Images
د کابل امنیتي چارواکي وایي، تېره شپه وسله والو کسانو د دې ښار په څنډه کې ۹ تنه په نشه یي توکو روږدي کسان وژلي دي. د کابل پولیسو یوه ویاند بي بي سي ته ویلي، دا پېښه د ښار په لویدیځ کې د قروغ غره په لمنو کې رامنځته شوې، او دوی یې په اړه پلټنې پیل کړې دي.
دا لومړی ځل دی چې په افغان پلازمېنه کې په دومره شمېر په نشه یې توکو روږدي کسان په یوه برید کې وژل کېږي.
پولیس وایي، دا کسان د قروغ غره سیمه کې په یوه سمڅه کې اوسېدل، او دوی نه پوهېږي چې ولې په نښه شوي دي.
افغانستان د نړۍ په کچه د نشه یې توکو تر ټولو لوی تولیدوونکی هېواد دی او د رسمي شمېرو له مخې نژدې دوه میلیونه وګړي یې په نشه یې توکو روږدي دي.
د پلازمېنې کابل په ځینو سیمو کې ګڼ شمېر په نشه یې توکو روږدي کسان د ژمي سختې شپې تر پلونو لاندې او په سمڅو کې تېروي.
د دې کسانو لویه برخه د اوسېدو لپاره مناسب ځایونه یا کورونه نه لري.
رویټرز خبري اژانس د افغان چارواکو له خولې ویلي چې په روان ژمي کې د سختې یخنۍ له کبله تر دې دمه په نشه یې توکو روږدي۵۰ کسان وژل شوي دي.
یاد اژانس وایي، افغانستان کې نژدې ۲۰ زره په نشه یي توکو روږدي کسان بې کوره دي، چې نیمایي برخه یې په کابل کې بې برخلیکه شپې او ورځې تېروي.
افغان چارواکي وایي، دوی نشي کولای چې په سخت ژمي کې دې کسانو ته استوګنه او د اړتیا توکي برابر کړي.




















