افغانستان کې د 'شهیدانو کلی'؛ چې چاودنې یې ټول د سر سړي ووژل
- Author, زمزمه نیازۍ
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
د تېر زیږدیز کال د اکتوبر پر ۱۸مه د ننګرهار هسکې مېنې جودرې کلي په یوه جومات کې چاودنې ۶۴ کسان ووژل او ۳۵ نور یې ټپیان کړل.
دا پېښه دومره غټه وه چې څو ورځې د رسنیو په سر ټکو کې یادېده، خو تر دې دمه یې چا مسوولیت نه دی اخیستی.
یوې لویې غمیزې د جودرې کلي نوم پر"شهیدانو کلي" بدل کړ. د کلي په هدیره کې ولاړه ۴۵ کلنه مور د خپلو زامنو قبرونه راښيي.
دا وايي، د جمعې ورځې په هغه غرمه د خپلو زامنو راتلو ته په تمه وه، خو د غرمې ډوډۍ پر مهال یې دې، لمسیانو او نږور ته زامنو غبرګې جنازې راوړې:
"دا مو ژوند دی، نه د شپې خوب لرو نه د ورځې، هغوی مو له سترګو هېڅ نه لیرې کېږي، داسې انګېرو چې ګنې چېرته تللي دي."
کلیوالو اوس د نړېدلي جومات جوړولو ته لستوڼي بډوهلي، خو دې چاودنې یوازې یوه وداني ړنګه نه کړه، د کلي پوره جوړښت یې ګډوډ کړ.

له چاودنې میاشتې اوړي، خو غم یې لا هم د جودرې کلي د هر کور او وره ترشا کونډې او قربانیان کړوي.
د دغه کلي له یو شمېر ځوانو او پاخه عمر ښځو سره مې د جودرې کلي په یوه څنډه کې ولیدل. په دوی کې ډېرو یې د جومات په چاودنه کې د کور سرپرستان له لاسه ور کړي.
'خواري مې اوبو یووړه'
دا لومړی ځل دی چې موږ د دغو ښځو د زړه کیسې او اندېښنې اورو. د ډېرو رواني حالت ښه نه دی. هرې یوې یې د کورنۍ یو، دوه، ان څو نارینه له لاسه ورکړي.
یوه سپین سرې انا، تورپیکۍ نومېږي او د خپلې نږور کیسه کوي، چې د درې زامنو مرګ یې له ژونده بې زاره کړې:
"مور ته یې بیخي رواني تکلیف پیدا شوی، دا عکسونه زه پټ ترې ساتم، اول کې به ډېره رالوېده، اوس چې هرې خوا ته روانه وي، ژاړي او وايي، خواري مې وکړه او اوبو یووړه."
له دغو مېرمنو سره تر خوا له وروسته د کلي د یوازېني ډاکټر کور ته ورغلم، ډاکټر له خپل پلار سره یو ځای په هغه چاودنه کې وژل شوی دی.
د ډاکټر د کور پر خټین بام یوه ښځه چې تور پړونی یې پر سر او ماشومان ترې راتاو دي، ناسته ده.
۵۰ کلنې طالعمنې ته اوس پر خپل ځان سربېره نږور او شپږو لمسیان ور له غاړې دي.
'سوځېدلي مړي مو پخپلو پړونو پټ کړل'
د هغې په خبره، د چاودنې په ورځ په کورونو کې یوازې ښځې پاتې وې، چې په خوارو منګولو یې له خاورو مړي او ټپیان را ایستل:
"لوڅ لغړ وو، جامې او بدنونه یې سوځېدلي وو، خپل زړوکي مو را واخیستل او د هغوی مخونه مو پرې پټ کړل. د کور دواړه سرپرسته مو ولاړل."
د کلي په یوه بل سر کې جومات ته څېرمه د نسیمې کور ته لاړم. دغې کورنۍ نن خپل یو زلمي ته ناوې راوستلې، خو خوښي یې د ژور غم تر سیوري لاندې ده.
د نسیمې د کورنۍ لس کسان، درې زامن او اوه یې لمسیان د جومات په چاودنه کې ووژل شول، ناوې یې داسې یوه کور ته راوستلې چې وار دمخه پکې درې تازه کونډې شوې ښځې ناستې دي:
"دا ټول لس کسه شهیدان شول. اوس چې ودونه کوو، ماښام ناوې راولو او کور کې یې کېنوو، په خوشالۍ نه پوهېږو."

له ډاکټره تر ملکه دې کلي ډېر د سر سړي له لاسه ور کړي اوس اړ دي چې هر څه له سره پیل کړي.
د سیمې خلک لا هم پر امنیت باوري نه دي او د کلي په مهمو ځایونو کې یې سیمه ییز پولیس ځای پر ځای شوي دي،
دوی وايي، د کلي له غره هاخوا لا هم مخالف وسله وال شته او هره ګړۍ یې ژوند ته ګواښ پېښوی شي.
























