د هسکې مېنې چاودنه کې د وژل شویو جنازې وشوې
د خپرېدو وخت
د افغانستان د ختيځ ولايت ننگرهار په هسکه مېنه کې د هغو ٦٧ کسانو جنازې وشوې چې پرون د جمعې د لمانځه پر وخت پر جومات د بريد په ترڅ کې وژل شوي وو. لا تر اوسه د دغه بريد مسووليت چا نه دى منلى. طالبانو دا بريد غندلى دى. په هسکه مېنه کې داعش يا اسلامي دولت نومې ډله هم فعاله ده. د ننگرهار او له پلازمينې کابله يو پلاوى نن هسکې مېنې ته تللى چې پلټنه وکړي. ملگرو ملتونو له خپله اړخه هم د پلټنو اعلان کړى دى.