تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ارګ: د تیمور په هکله د ولسمشر خبرې قصدي نه وې
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د یو شمېر ترک توکمو او د عبدالرشید دوستم په مشرۍ د جنبش اسلامي ګوند د اعتراض په غبرګون کې وايي، ولسمشر غني چې د امیر تیمور په اړه څه ویلي، نه قصدي عمل و او نه دغه شخصیت ته د سپکاوي لپاره وې.
د ارګ خبرپاڼه کې راغلي، ټولو اوزبک هېوادوالو ته ډاډ ور کول کېږي چې افغان ولسمشر د نورو ټولو درنو قومونو ترڅنګ د ازبکانو کلتور او تاریخ ته هم درناوی لري.
د ولسمشرۍ ماڼۍ دا غبرګون له هغه وروسته دی چې د افغانستان یو شمېر ترک توکمو او د عبدالرشید دوستم په مشرۍ د جنبش اسلامي ګوند د امیر تیمور ګورکاني په اړه د ولسمشر محمد اشرف غني وروستۍ څرګندونې سپکاوی ګڼلی دی.
نږدې درې ورځې وړاندې له پوهنتوني استادانو او زدکوونکو سره د کلتور، تاریخ او ملي هویت په اړه د بحث په لړ کې ولسمشر غني د تاریخي شخص عبدالمجید زابلي له قوله امیر تیمور کورګاني د تیمور لنګ په نوم یاد کړ او ویې ویل:
"د سیستان، هلمند او فراه د اوبو لګولو سیستم ګوډ تیمور له منځه یووړ".
خو جنبش ګوند پرون( د پرورۍ ۲) په یوه اعتراضي غونډه کې له ولسمشر اشرف غني غوښتي چې د امیر تیمور په اړه د دې څرګندونو له امله بښنه وغواړي.
د دې ګوند ویاند بشیر احمد ته ینج په دې غونډه کې له ولسمشر وغوښتل چې په بښنې سربېره اړوند بنسټونو ته امر وکړي چې ښوونیزو او تاریخي کتابونو کې د امیر تیمور ګورکاني نوم سم شي او نادود نوم ترې لرې شي:
"د خلکو احساسات سخت اغېزمن شوي دي، زموږ خلک ډېر خپه دي، چې ولسمشر بښنه ونه غواړي فکر نه کوم چې زموږ د خلکو قناعت وشي".
فاریاب ولایت کې هم ځینې خلکو او د مدني ټولنې فعالانو یوه اعتراضیه غونډه کې د ولسمشر غني څرګندونې یوه قام ته سپکاوی بللی دی.
خو ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د اشرف غني موخه په هیڅ صورت تیمور ګورکاني ته سپکاوی نه وو.
د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر له دې امله اغېزمن دی چې امیر تیمور په نادود لقب یاد شوی دی او د خلکو احساسات زیانمن شوي.
امیر تیمور ګورکاني د مغلي ترکانو له توکم او د تیموري امپراتورۍ بنسټګر و چې د مرکزي او لوېدیځي اسیا له ۱۳۷۰ تر ۱۵۰۵ میلادي کال واکمني وکړه.