ارګ : زلمی خلیلزاد وایي، طالبانو سره خبرو کې پام وړ پرمختګ نه دی راغلی

د خپرېدو وخت

د افغانستان سولې خبرو د پروسې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره کابل کې لیدلي دي.

په دې تړاو د ارګ په یوه اعلامیه کې ویل شوي، ښاغلي خلیلزاد طالبانو او پاکستاني مقامانو سره د خپلو وروستیو خبرو په اړه افغان ولسمشر ته معلومات ورکړل.

د ارګ په اعلامیه کې د ښاغلي خلیلزاد له قوله ویل شوي، ''د عملي میکانیزم پر بنسټ د اوربند او یا د تاوتریخوالي پام وړ او پایداره کمولو لپاره د طالبانو روښانه ځواب ته چې د افغانستان خلکو او د امریکا حکومت ته د منلو وړ وي، منتظر یو.‎ ''

اعلامیه وايي، ښاغلي خلیلزاد زیاته کړه، ''طالبانو سره په خبرو کې پام وړ پرمختګ نه دی راغلی او هیله لرم په دې برخه کې یوې پایلې ته ورسېږو. ''

بلخوا د طالبانو یوې سرچينې بي بي سي ته وویل چې د دغې ډلې او امريکايي مرکچیانو تر منځ خبرې روانې دي، خو د دغې سرچينې په وینا د تاوتریخوالي د کمولو څرنګوالي پر سر اختلاف د خبرو جریان سوکه کړی.

دغه سرچینه وايي، د تاوتريخوالي د کمولو په اړه د امریکايي لوري غوښتنې تر ډېره اوربند ته ورته دي.

له دې وړاندې ښاغلي خليلزاد د پاکستان پلازمېنې اسلام آباد ته په خپل سفر کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر مخدوم شاه محمود قریشي او د دغه هېواد د پوځ له مشر جاوېد قمر باجوه سره هم د افغانستان د سولې پر بهیر غږېدلی.

په اسلام آباد کې د امریکا سفارت په یوه خپره کړې ویناپاڼه کې ویلي چې ښاغلي خليلزاد له پاکستانه په دې خاطر مننه کړې چې په تاوتریخوالي کې د کموالي ملاتړ کوي.

ويناپاڼه زیاتوي چې دا کولی شي له طالبانو سره هوکړې، د افغانانو خپل منځي خبرو او اوږدمهال او هراړخیز اوربند ته لاره هواره کړي.

تمه کېږي چې ښاغلی خليلزاد به د خپل روان سفر په پای کې بېرته قطر ته ستون شي.

ښاغلی خلیلزاد د روانۍ اونۍ په پیل کې بروکسل ته تللی و، چې له ناټو او د اروپايي ټولنې له چارواکو سره د افغانستان د سولې پروسې په تړاو خبرې وکړي او د پرمختګ په هکله معلومات ورکړي.

له بلې خوا په افغانستان کې د بهرینو ځواکونو امریکایی قومندان جنرال سکاټ میلر په قطر کې د امریکا او طالبانو تر منځ خبرو کې تر ګډون وروسته بېرته کابل ته ستون شو او ولسمشر غني او نورو افغان چارواکو ته یې د سولې پروسه کې تر دې مهاله د رامنځته شویو پرمختګونو په اړه معلومات ورکړل.

ښاغلی خلیلزاد په داسې وخت کې افغانستان او پاکستان ته تللی چې په قطر کې د امریکا او طالبانو تر منځ دوه اړخیزې خبرې روانې دي.