جنرال مکینزي: اندېښمن یو د ایران نیابتي ډلې به افغانستان کې ائتلافي ځواکونو ته زیان ورسوي

د عکس سرچینه، PENTAGON
د امریکايي پوځ د قومندې ګډ مرکز(سنتکام) قومندان جنرال کنت فرنک مکینزي وايي، ډېر اندېښمن دی، چې ''ایران به افغانستان کې د خپلو نیابتي ډلو په لاس امریکايي او ائتلافي ځواکونو ته زیان ورسوي. ''
د امریکايي پوځ د مرکزي قومندې دغه جنرال تېره ورځ په یوه نا اعلان شوي سفر کابل ته تللی و او له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره یې لیدلي وو.
نوموړي هغو خبریالانو ته چې له ده سره په دغه سفر کې ملګري وو ویلي، ''په افغانستان کې د ایران اندېښمنونکې شراچوونکې کړنې ویني. ''
جنرال مکینزي وايي، ''داسې شواهد شته چې په افغانستان کې د ایران ډېرېدونکي فعالیتونه ښيي چې په افغانستان کې د ائتلافي او امریکايي ځواکونو لپاره خطرونه رامنځته کوي. ''
جنرال مکینزي وايي:
''ایران تل تر یوه بریده په افغان مسایلو کې منفي رول درلود، خو هغوی ښايي داسې یو فرصت لټوي چې د خپلو نیابتي ډلو په لاس هلته ائتلافي ځواکونو ته زیان ورسوي، ځکه موږ دغې موضوع ته ډېر اندېښمن یو. ''
بل لور ته د افغانستان ملي امنیت شورا دفتر ویلي، د ملي امنیت سلاکار محب الله محب د افغانستان لپاره د ایران له ځانګړي استازي محمد ابراهیم طاهریان سره کابل کې د یوې لیدنې پر مهال ویلي:
'' افغانستان له ګاونډیانو سره د خپلو ګټو او د بهرني سیاست د واضح تعریف پر اساس مستقل روابط لري او هیله لري، چي د همدې تعریف په رڼا کي یې له ایران سره هم اړیکي غښتلي شي.''
اعلامیه د ښاغلي محب له قوله زیاتوي:
''افغانستان د دولت په دولت اړیکي غواړي او هیله لري، چي همسایه ګان او شریکان یې هم دې ټکي ته په پام سره له افغانستان سره د خپلو اړیکو راتلونکی او مسیر وټاکي.''
اعلامیه کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي محمد ابراهیم طاهریان له قوله راغلي، چې ''هېواد یې د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ د سولي له پروسې، د افغانستان له برحاله نظام او نافذه قوانینو ملاتړ کوي. ''

د عکس سرچینه، ARG
له دې مخکې د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویل شوي وو، ولسمشر غني مخکې د امریکا متحدو ایالتونو د پوځ د مرکزي قومندانۍ له قومندان جنرال کنت مکینزي سره ولیدل.
اعلامیه زیاتوي، ''په دغه کتنه کې جنرال کنت مکینزي تروریزم سره د مبارزې او په ځانګړي ډول په افغانستان کې د داعش د ځپلو په برخه کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو لاسته راوړنې یادې او د افغان ځواکونو وړتیاوې یې وستایلې. ''
اعلامیه زیاتوي:
''دواړو لوریو په سیمه کې د وروستیو بدلونونو، دوه اړخیزو امنیتي همکاریو او له افغانستان سره د امریکا متحدو ایالتونو په ځانګړي ډول امنیتي او دفاعي سکتور کې پر دوامدارو تعهداتو خبرې وکړې. ''



















