افغان، امریکايي او عرب چارواکي پر افغانستان او ایران وغږېدل

د عکس سرچینه، AFP
د افغانستان، امریکا، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو امنیتي چارواکو په سیمه کې د ایران د رول او د افغانستان پر امنیت خبرې وکړي.
د سپنې ماڼۍ ویاند وايي، د دغو هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو د جمعې په ورځ واشنګټن کې ناسته درلوده او په هغه کې یې د درې واړو هېوادونو لپاره پر مهمو ستراتیژیکو مسلو او په سیمه کې د ایران رژیم د فعال بدغواړي نفوذ سره د مقابلې لپاره پر ګډو هڅو خبرې وکړې.
د سپینې ماڼۍ رپوټ زیاتوي، په دې ناسته کې د امریکا د بهرنیو چارو، دفاع او مالیې وزارت او استخباراتو مهم چارواکي هم وو.
د غونډې ګډونوالو هوکړه وکړه چې په درې اړخیزو ناستو کې منظم ګډون وکړي او په هغو کې "د سیمې امنیت ته د پېښ شوي ګواښ د کمولو، سولې او ټیکاو را منځ ته کولو او منځني ختیځ کې د اقتصادي پراختیا لپاره لارې جوړې کړي".
په رپوټ کې زیاته شوې چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د دې درې هېوادونو په یوه ځانګړې ناسته کې هم ګډون درلود.
د هغو خبرو موضوع هم په افغانستان کې تلپاتې سولې ته د شرایطو برابرولو لپاره له افغان حکومت د امریکا، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو د مشارکت لارې چارې وې.
سپینې ماڼۍ د ایران په اړه د درې اړخیزې ناستې او د افغانستان په هکله د څلور اړخیزې ناستې له وړاندیزونو او پرېکړو نور څه نه دي ویلي.
د یران پرضد د دریځ سختېدل

د عکس سرچینه، ALMASIRAH
په سیمه کې د ایران د رول په هکله د امریکا، سعودي عربستان او اماراتو د امنیتي چارواکو ناسته په داسې مهال ده چې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان متحده ایالتونو ته د دوو اونیو لپاره تللی دی.
تېره اونۍ یې له ډونلډ ټرمپ سره په سپینه ماڼۍ کې ولیدل.
د رپوټونو له مخې، دواړو لورو پر خپلمنځي سوداګرۍ او پوځي اړیکو سربېره د ایران پر سیمه ییز سیاست هم خبرې وکړې.
د امریکا په مهمو حکومتي څوکیو کې په بدلو راتلو سره ویل کېږي چې سپینه ماڼۍ د ایران د حکومت پرضد لا سخت دریځ غوره کوي او په دې برخه کې به د سعودي او د هغه د سیمه ییزو ملګرو ملاتړ ولري.
هغه هم په داسې مهال چې تېره یکشنبه یمن کې حوثي وسلوالو سعودي عربستان ته اوه توغندي وتوغول.
د سعودي په مشرۍ د عرب ټلوالې ویاند وايي، ایران به په مناسب وخت او ځای کې د دې توغندیو ځواب وویني.
د ایرانۍ پولې د ناامنېدو امکان

له بلې خوا امریکايي چارواکي پر روسیه سربېره په ایران تور پورې کوي چې افغانستان کې د وسلوالو طالبانو ملاتړ کوي.
په افغانستان کې د امریکا سفیر د دوشنبې په ورځ خبرداری ور کړ، چې له وسلوالو طالبانو د ایران د تر ټولو ځواکمن پوځ سپاه پاسدران ملاتړ او په افغانستان کې جګړې ته لمن وهل د ایران ختیځې پولې هم ناامنولی شي.
جان باس زیاتوي، داسې نښې شته چې ایران د سپاه پاسدران له لارې په افغانستان کې د طالبانو لوجستیک ملاتړ کوي.
د نوموړي په خبره، اېران تېر پنځه کلونه د منځني ختیځ ډېرو هېوادونو کې فرقه يي تاوتریخوالي او ګډوډۍ ته هم لمن وهي، چې د امریکا په نظر دا هڅې د نړیوالې ټولنې او سیمه ییزو هېوادونو د ګټو خلاف دي.
تېره میاشت د افغانستان د ملي امنیت لوی مشر معصوم ستانکزي هم بي بي سي ته وویل، چې ایران له وسلوالو طالبانو سره یوه اندازه همکاري کوي.
خو ایران په افغانستان کې د لاسوهنې دا ډول تورونه ردوي.


















