د ایراني ولسمشر سلاکار: د روحاني اشاره ایراني چارواکو ته وه

روحاني

د عکس سرچینه، ISNA

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د ایران د ولسمشر حسن روحاني سلاکار حسام الدین اشنا د افغان ولسمشر کلتوري سلاکار شاه حسین مرتضوي ته په غبرګون کې ویلي چې د ښاغلي روحاني اشاره ایراني چارواکو ته وه 'چې کله نا کله د امکاناتو د نه شتون پلمه کوي. '

ښاغلي اشنا پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې په افغانستان کې زمونږ خویندو او ورونو سره له ستونزو بیا هم وکولی شول د پرمختګ په لوري ګام پورته کړي.

ښاغلي روحاني درې ورځې وړاندې په یوه غونډه کې د وینا پر مهال په ایران کې د ټاکنو د تر سره کولو پر څرنګوالي نیوکه وکړه او ټینګار یې دا و چې دغه هېواد کې هم باید برېښنايي ټاکنې وشي.

هغه وویل: "ان افغانستان هم برېښنايي ټاکنې کوي".هغه دا خبرې په خندا سره وکړه او د غونډې ګډونوالو هم وخندل.

ښاغلي مرتضوي دې ویډیو ته د غبرګون په توګه پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي: "موږ ته پېغور مه را کوئ، له موږ یې زده کړئ".

هغه ویلي افغانستان زیات ښه والی لري چې ډېر ګاونډي هېوادونه یې نه لري. نوموړي زیاته کړې" افغانستان نه کوم سیاسي او نه هم کوم بندي خبریال لري."

د افغان خواله رسنیو کاروونکو هم د ایران پر ولسمشر حسن روحاني نیوکه کړې چې په یوه وینا کې یې پر افغان ټاکنو "ملنډې وهلې او خندلي" دي.

مخکې د افغان خواله رسنیو کارنو(کاروونکو) د ایران پر ولسمشر حسن روحاني نیوکه وکړې چې په وینا یې یوه وینا کې یې پر افغان ټاکنو "ملنډې وهلې او خندلي" دي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

ښاغلي روحاني د دوشنبې په ورځ د والیانو او ولسوالانو غونډه کې د وینا پر مهال په ایران کې د ټاکنو د تر سره کولو پر څرنګوالي نیوکه وکړه او ټینګار یې دا و چې دغه هېواد کې هم باید برېښنايي ټاکنې وشي.

هغه زیاته کړه: "ان افغانستان هم برېښنايي ټاکنې کوي".

هغه دا خبرې په خندا سره وکړی او د غونډې ګډونوالو هم وخندل.

د افغان ولسمشر کلتوري سلاکار شاه حسین مرتضوي دې ویډیو ته غبرګون کې لیکلي: "موږ ته پېغور مه را کوئ، له موږ یې زده کړئ".

ښاغلی مرتضوی خپله رسمي فیسبوکپاڼه کې د ولسواکۍ، بیان ازادۍ، انساني حقونو او انساني کرامت د ترلاسولو لپاره د افغانستان هڅو ته په اشاره زیاتوي:

"افغانستان د بیان ازادۍ په ډلبندۍ کې د سیمې له ټولو هېوادونو بر ځای لري. افغانستان کې مذهبي زغم او د خپلواکو رسنیو فعالیت هم بې ساری دی".

نوموړي د ایران د ۱۳۸۸ لمریز کال د ولسمشرۍ ټاکنو پر پایلو د دوو معترضو نوماندانو د کورني بند په یادولو سره لیکلي: "د افغانستان د ۱۳۹۳ کال ټاکنیزو سیالیو نوماند واک کې شریک شو".

د ولسمشر پخواني ویاند دا هم لیکلي: "موږ سیاسي زندان نه لرو، بندي خبریال نه لرو او یوغږې ټولنه نه یو".

د حسن روحاني دې وینا ته ځینې نورو افغان کارنو هم غبرګون ښودلی دی.

ټولنیزه فعاله او خبریاله رویینا شهابي خپل ټوېټر کې لیکي:

"ښاغلی روحاني د افغانستان په ټاکنو د ملنډو او خندلو په ځای ستاسو خاوره کې د اوکراین د لوېدلې الوتکې د ۱۷۶ مساپرو د کورنیو، د ۱۳۹۸ کال د معترضانو د کورنیو او د سیستان بلوچستان په حال وژاړئ، افغانستان په خپل حال پرېږدئ، پرمختګ کوي، پر ایران فکر وکړئ".

د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنې د روان لمریز کال تله میاشت کې وشوې، خو د زرګونو شکایتونو له امله یې تراوسه پایلې نه دي اعلان شوې.

افغانستان دوو وروستیو ټاکنو(پارلمانۍ او ولسمشرۍ) کې د رایو او د رایه ور کوونکو د ځانګړنو د ثبتولو لپاره بایومتریک الې وکارولې.