تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
غني: که طالبان د جګړې ختمېدو ته چمتو وي، افغان ټولنه د دوی منلو ته چمتو ده
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، ''که طالبان د جگړې ختمېدو ته چمتو وي، نو افغان ټولنه يې منلو ته چمتو ده، خو که يې موخه د سولې په نامه د نظام ړنگول وي، نو بیا به یې حکومت او خلک پر وړاندې ودرېږي. ''
ښاغلي غني چې د داووس نړیوال اقتصادي فورم څنډه کې يوې مرکې کې دا څرگندونې کولې وویل:
" اصلي خبره داده چې ایا طالبان غواړي تاوتریخوالی پای ته ورسوي، که ځواب هو وي، نو افغان ټولنه او حکومت چمتو دي چې دوى جذب کړي، خو که سولې ته د داسې يوې وسيلې په سترگه گوري چې په مټ يې حکومت او ټولنه وپرځوي، نو بیا به حکومت او ټولنه لاس یو کړي او پر وړاندې به یې ودرېږي."
له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه ښاغلي غني د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د بهرنیو ځواکونو شتون يوازې یوه وسیله ده او په وينا يې:
"اصلي بنسټ د امریکا او افغانستان ترمنځ دوه اړخیز او له ناټو سره د افغانستان امنیتي تړونونه دي، نو د ځواکونو شمېر هر کله کم او ډېرېداى شي. ''
خو ښاغلي غني ټينگار کاوه چې له افغانستانه د امریکايي سرتېرو وتل به د افغان ځواکونو پر وړتیا ځانگړى اغېز و نه لري.
ښاغلي غني د افغان ځواکونو وړتيا ته په اشاره وويل چې اوس تر پخوا ډېر پياوړي دي. نوموړي زياته کړه چې د افغان هوايي ځواکونو شمېر درې ځله او د ځانگړو ځواکونو دوه برابره ډېر شوى.
ښاغلي غني وويل، له سيمې د امريکايي ځواکونو د بشپړې وتنې لپاره د زمينې برابرولو په موخه اړتيا ده چې د سیمې هېوادونه سره يو لاس شي او 'د لوبې اصول ومني. '
ښاغلي غني وويل:
" بیلابیل هېوادونه هممهاله نادولتي عناصر د بې ثباتۍ لپاره کاروي" چې په وينا يې تر هغه چې دغه راز کړنې دوام ولري نورو مسايلو ته زمينه برابروي چې موخه يې ښايي سيمه کې د امريکايي ځواکونو حضور ته وي.
ولسمشر ټرمپ سره اړيکي
ولسمشر غني وايي، ولسمشر ټرمپ سره د چارو پر مخ وړلو کې کومه ستونزه نه لري. ښاغلي غني د امريکا له ولسمشر سره د خپلو اړيکو په تړاو وويل:
"زه يو له هغو کم شمېر مشرانو يم چې ولسمشر ټرمپ سره ډېر ښه اړيکي لرم."
ښاغلي غني زياته کړه چې ده د امريکا له ولسمشر سره خپل اړيکي د هغو لومړيتوبونو پر بنسټ عيار کړي چې هغه د امريکا له ولس سره ژمنه کړې.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د امریکا او طالبانو استازي په قطر کې د یوه جوړ جاړي لپاره خبرې کوي.
د طالبانو لوری ظاهراً ښيي چې خبري وروستي پړاو ته رسېدلي او په نږدې کې به یوه هوکړه لاسلیک شي چې له مخې به یې امریکايی سرتېري له افغانستانه په تدریج سره ووځي.
خو امریکایانو د دې اوږدو خبرو د کره پایلو په اړه تر دې دمه څه نه دي ویلي.