غني او خلیلزاد طالبانو سره پر احتمالي اوربند خبرې وکړې

    • Author, اسدالله لودین
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

افغان چارواکي وايي، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له افغان چارواکو سره 'د اوربند د ټینګښت پر څرنګوالي ' خبرې کړي دي.

ښاغلي خلیلزاد نن 'چهار شنبه دسمبر ۱۸ مه ' کابل کې له ولسمشر محمداشرف غني او اجرائيه مشر عبدالله عبدالله سره جلا- جلا کتنې درلودې او د چارواکو په وینا په دواړو کتنو کې د روان تاوتریخوالي پر کمولو ټینګار شوی دی.

بل لورته د طالبانو د قطر دفتر مسئولین وایي، له خپلو مشرانو سره یې سلا مشوره لا هم روانه ده او له بشپړیدو سره سم به یې د دوی او امریکا ترمنځ خبرې بیا پيل شي.

افغان چارواکي وايي، ولسمشر محمد اشرف غني له زلمي خلیلزاد سره په کتنه کې د طالبانو له خوا پر روان تاوتریخوالي اندېښنه ښودلې ده.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي، ښاغلي غني او خلیلزاد دواړو د سولې خبرو کې په وروستیو پرمختګونو او له افغانستانه بهر د طالبانو په پټنځایونو خبرې وکړې.

ښاغلی صدیقي وایي، دې کتنه کې وویل شول چې افغان دولت په بشپړ ډول تلپاتې سوله غواړي او د دې موخې لپاره باید اوربند وشي.

''په دې کتنه کې ښاغلي خلیلزاد پاکستان او قطر ته د وروستیو سفرونو او هلته د شویو بحثونو په اړه ولسمشر ته معلومات ورکړل، نن د خبرو اصلي تمرکز د خبرو لپاره د اوربند د ټینګښت څرنګوالی او له افغانستانه بهر د طالبانو پټن ځایونو ته پام اړول وو، په دې کتنه کې ولسمشر د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي پر دوام اندیښنه څرګنده کړه. ''

ښاغلي خلیلزاد له اجرائيه مشر عبدالله عبدالله سره هم کتلي او دې کتنه کې ښاغلي عبدالله هیله څرګنده کړې چې د امریکایانو او طالبانو خبرې روان تاوتریخوالي ته پای ورکړي.

د طالب او امریکایي مرکچیانو ترمنځ خبرې له دري میاشتني ځنډ وروسته د تېرې اونۍ په سر کې پیل شوې او وروسته وویل شول چې دلنډې مودې لپاره به دریدلې وي.

په ورته وخت کې د طالبانو د سیاسي دفتر مسئولین وایي، دوی له امریکایانو سره د شونې هوکړې په اړه له خپلو مشرانو سره په خبرو بوخت دي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین بي بي سي ته وویل، هر کله چې د دوی سلا مشوره بشپړه شي، خبرې به بیا پیل کړي.

د طالب او امریکایي مرکچیانو د خبرو د دمې پر مهال زلمی خلیلزاد څو ورځې وړاندې پاکستان ته هم تللی و. نوموړي له دې سفره وروسته په خپله ټویټر پاڼه ولیکل، له پاکستانه د دې لپاره مننه کوي چې د افغانستان د جګړې د کمولو او دلته د اوربند لپاره مرسته کوي.

د خبرو په پیل کې د ښاغلي خلیلزاد دفتر رسنیو ته وویل، دا ځل خبرې به د تاوتریخوالي په داسې کمولو ورټولې وي چې د افغانانو ترمنځ خبرو ته لاره هواره کړي، خو بیا هم د تاوتریخوالي د کمېدو څرک نه لګېږي.

طالبان وایي، هر کله چې دوی له امریکایي او بیا افغا لوري سره هوکړه لاسلیک کړي، د هغې له مخې به اوربند ته غاړه کېږدي.

یوې دیپلوماتیکې سرچینې بي بي سي ته وویل، تمه کیږي چې طالب او امریکایي مرکچیان د سولې هوکړه د دسمبر میاشتې په وروستیو کې لاسلیک کړي، خو امریکا او طالبانو په رسمي ډول لا دغه نېټه نه ده اعلان کړې.