غزني کې طالبانو ۲۳ امنیتي سرتېري وژلي

د عکس سرچینه، AFP
د غزني ولایتي شورا کې د قرهباغ ولسوالۍ استازي عصمت الله جامرادوال بي بي سي ته ویلي، د طالبانو نفوذي کسانو د پوځ یوه پوسته کې پر خپلو ملګرو برید کړی او ۲۳ پوځيان یې وژلي دي.
نوموړی وايي، بریدګر له ځان سره یو هاموې ټانک او ټولې وسلې او جنګي وسایل له پوستې وړي دي.
د غزني ولایتي شورا مرستیال امان الله کامراني وايي، پېښه تېره شپه د طالبانو نفوذي کسانو په خوا د ولیګي په امنیتي پوسته کې شوې ده.
نوموړی وايي، په پوسته کې یو ټپي سرتېری هم پاتې شوی دی.
د پېښې ځای او پوسته قرهباغ ولسوالۍ کې د غزني - کندهار لویې لارې ته څېرمه پرته ده.
بل خوا، د افغانستان ملي دفاع وزات مرستیال ویاند فواد امان په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د غزني په قرهباغ ولسوالۍ کې د قرهباغ د ملي اردو نهه تنه سرتېري وژل شوي.
خبرپاڼه کاږي، دا چې دا پېښه څرنګه را منځ ته شوې ده په اړه يې څېړنې کېږي.
د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، برید د دوی وسله والو کړی، چې په وینا یې ۳۲ عسکر یې وژلي او وسایل یې له ځانه سره وړي دي، خو افغان حکومتي سرچینو د ۳۲ کسانو د وژل کېدو پخلی نه دی کړی.
قرهباغ د غزني له ناامنه ولسوالیو ده، چې ډېری وخت پکې د حکومتي ځواکونو او طالبانو تر منځ د نښتو خبرونه تر لاسه کېږي.
پرون (جمعه) 'دسمبر ۱۳ مه ' د غزني د قیاق درې لارې اوږدو کې د ملکي خلکو یو فلاینګ کوچ ډوله موټر پر خښ شوي ماین وربرابر شوی، چې د چاودنې له کبله یې ۱۰ کسان وژل شوي دي.






















