غزني کې موټر بم "درې پولیس ووژل او ۱۲ ټپي کړل"

غزني کې ځايي سرچینې وايي، نن سهار د دغه ولایت د ابند ولسوالۍ پر مرکز موټر بم چاودنه شوې چې پکې درې کسان وژل شوي او ۱۲ ټپیان دي.
د غزني د والي دفتر په خبرپاڼه کې وايي، برید سهار څلور نیمې بجې هغه مهال وشو چې یوه موټر د ولسوالۍ ودانۍ ته د ننوتلو هڅه کوله.
د غزني د والي ویاند عارف نوري د بي بي سي خبریال محفوظ ذبیدي ته وویل، کله چې پولیسو د تلاشۍ پوستې سره دا موټر بم وپېژاند، نو ور سره چاودنه هم وشوه.
د هغه په خبره، دې پېښه کې درې سرتېري وژل شوي او ۱۲ ټپیان دي، چې شپږ د درملنې لپاره څنګلورې ولسوالۍ مقر ته لېږدول شوي دي.
نوموړی زیاتوي چاودنه دومره زوروره وه چې د ولسوالۍ ودانۍ او د پولیسو قومنداني سخته زیانمه شوې ده.
له بلې خوا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، کندهار ولایت کې امنیتي ځواکونو یو موټر بم پېژندلی، چې څلور ټنه باروت یا چاودېدونکي مواد پکې اېښودل شوي وو.
دا موټر بم د کندهار ښار په پنځمه حوزه کې موندل شوی دی.

د عکس سرچینه، MOI
وروستیو میاشتو کې غزني، کندهار او کابل کې خونړي بریدونه وشول.
څه مهال مخکې هم غزني کې د موټر بم چاودنې له امله ۱۲ کسان ووژل او ۱۷۹ ټپیان شول.
تېره اونۍ کندهار کې د پولیسو پر قومندانۍ ډله ییز برید کې ۱۲ کسان ووژل او نږدې ۹۰ ټپیان شول.
وسلوال طالبانو پرون بي بي سي ته وویل، چې د دوی پرضد د افغان امنیتي ځواکونو د بریدونو ډېرېدو سره دې ډلې هم خپله جنګي ستراتیژي بدله کړې او ښارونونو کې پر حکومتي ودانیو او چارواکو بریدونه کوي.
خو د تېرو ورځو بریدونو کې تر ډېره ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.



















