'فیفا' د ټولو جنجالي رایو د ځانګړې څېړنې غوښتنه کړې

ټاکنې

د عکس سرچینه، INDEPENDENT ELECTION COMMISSION OF AFGHANISTAN

    • Author, محمد امین کمالپوري
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

په افغانستان کې د ازادو او عادلانه ټاکنو په نامه مرکز 'فیفا ' مسوولینو د ولسمشریزو ټاکنو د ټولو جنجالي رایو د ځانګړې څېړنې او پلټنې غوښتنه کړې ده.

دغه اداره وايي، د ټاکنو د لومړنيو پایلو د اعلان لپاره باید د ټاکنو کمېسیون د رایو د باوري کېدو او یا د مشکوکو رایو د باطلېدو بهیر ودروي.

د فیفا اجرائیوي مشر یوسف رشید په یوه خبري غونډه کې د ټاکنو له کمېسیونه وغوښتل چې ټولې مشکوکې رایې باید په ځانګړي ډول د کورنیو او بهرنیو څارونکو پر وړاندې وپلټل شي:

"فیفا د هر اړخیز او د منلو وړ حل لپاره وړاندیز کوي چې دا ټولې اعتراضي رایې هغه که باوري وي یا بې باوره بلل شوې دي، د ټولو ښکېلو اړخونو په مخ کې د اعتباري رایو د اصولو په پام کې نیولو سره ځانګړې او بیا تفتیش ته واستول شي."

له دې مخکې پرون 'چهارشنبه دسمبر ۱۱ مه ' د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسیون وویل چې په ۷ ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنې بهیر له بشپړیدو پرته چې اعتراض کوونکو يي د بیا شمېرنې مخه نیولې، د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلانوي.

کمېسیون چارواکي وايي د رایو له بیا شمېرنو، څېړنو او حقوقي بحثونو وروسته دې پایلې ته رسیدلي چې 'د خلکو انتظار نور پای ته ورسوي. '

تر اوسه د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنيو پایلو اعلان د تلې له شپږمې راهیسې دوه ځله ځنډول شوی دی او لا یې هم کره نېټه نه ده معلومه.

د روانې اونۍ د یکشنبې پر ورځ ټاکنیزو کمېسیونونو له ټاکنډلو سره تخنیکي غونډه لرله چې بې پایلې پای ته ورسېده.

ټاکنې

د عکس سرچینه، INDEPENDENT ELECTION COMMISSION OF AFGHANISTAN

بل لور ته د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویلي چې همدې نن سبا کې به لومړنۍ پایلې اعلانوي.

د دغه کمېسیون مرستیال او کمشنر عصمت الله مل بي بي سي ته وویل، دوی پرېکړې ته نژدې شوي دي.

د ثبات او همپالنې د ټاکنډلې بیا پر دې موضوع غبرګون څرګند کړی او د دې ټاکنډلې مشر عبدالله عبدالله ویلي څو چې شکایتونو و نه څېړل شي لومړني پایلې نه مني.

خو د محمداشرف غني په مشرۍ د دولت جوړونې ټاکنډله غواړي پایلې دې ژر اعلان شي. امریکا او اروپايي ټولنې هم غوښتي چې د ټاکنو د پایلو برخلیک دې معلوم شي.