تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغان خبریالې د بشري حقونو "غاټول جایزه" ګټلې ده
په افغانستان کې د مېرمنو د حقونو فعاله او خبریاله نقیبه بارکزۍ د بشري حقونو په برخه کې د تولیپ یا د غاټول د جایزې ګټونکې اعلان شوه.
دا جایزه د هالنډ له خوا هرکال هغه چا لپاره اعلانېږي چې د بشري حقونو لپاره یې نوښتګر فعالیت کړی وي.
مېرمن بارکزۍ تر ډېره د ښځو او ددوی د حقونو د اړوندو مسلو په اړه د راپورونو له کبله دا جایزه ګټلې ده.
له افغانستانه د دې جایزې د ګټلو لپاره درې تنه نوماندان وو.
درېیم ګړي پلاوي له دې درېیو تنو څخه د مېرمنو د حقونو فعاله او خبریاله نقیبه بارکزۍ ددې جایزې ګټونکې اعلان کړه.
۲۸ کلنه بارکزۍ وايي ډېری راپورونه یې د بشري حقونو په اړه، په ځانګړي ډول د مېرمنو په اړه راڅرخېدل او ددې پر ټکو همدا راپورونه ددې جایزې د ګټلو لامل شول.
مېرمن بارکزۍ وویل راپورونه یې تر ډېره د ښځو او ماشومونود حقونو په برخه کې د څرګند بدلون لامل شول.
نوموړې پر دې سربېره چې خبریاله ده، د یوې مدني فعالې په توګه هم ښځو ته د عدالت غوښتنه کې برخه لري.
مېرمن بارکزۍ وايي په هرات ولایت کې د بشري حقونو په برخه کې د راپور جوړولو پر مهال د بېلابېلو ډلو له لوري په مرګ ګواښل شوې او اوس په کابل کې ژوند او دنده پرمخ بیايي.
نوموړې ته د جایزې د ګټلو سربېره پنځه زره یورو هم ورکړل شوي چې د بشري حقونو په برخه کې یې ولګوي.
همدارنګه نوموړې ته هالنډ ته د درې ورځني سفر زمینه هم برابره شوه چې د غاټول جایزې له نورو ګټونکو سره هم وګوري.
تېرکال له غور ولایت څخه مدني فعال حسن حکیمي دا جایزه ګټلې وه.